منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۵۶ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“که جاني خېل بېرته ونه نیول شي نورې ولسوالۍ به هم سقوط وکړي”

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۶۴ کتنې

ګردېز (پژواک، ٧ وږى ٩٥): د پکتيا د ولايتي شورا ځيني غړي او اوسېدونکي وايي، که حکومت هر څه ژر د جاني خېلو ولسوالۍ بېرته نيولو لپاره اقدام ونه کړي، يو شمېر نورې ولسوالۍ به هم سقوط شي.

وسله والو طالبانو تېره ورځ د پکتيا جاني خېل ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راوسته.

د پکتيا د ولايتي شورا مرستيال جنت خان منګل د زمري په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې حکومت بايد ډېر ژر د جاني خېلو ولسوالۍ نيولو لپاره اقدام وکړي.

نوموړي ټينګار وکړ چې د يادې ولسوالۍ د نيولو لپاره بايد له هوايي ځواک څخه کار واخيستل شي.

ده وويل: ((د دې ولسوالۍ جغرافيايي او غرنيو سيمو ته په کتو له هوايي ځواک پرته به امنيتي ځواکونه ونه توانېږي چې دغه ولسوالۍ ونيسي.))

هغه وايي چې د جاني خېلو نيول وسله والو طالبانو ته لوی اهميت لري او له دغه ځايه د پکتيا شاوخوا ولسوالۍ او نورې سيمې هم له  ژور ګواښ سره مخ کولاى شي.

د پکتيا د ډنډپټان ولسوالۍ اوسېدونکی نورالله وايي چې وسله والو طالبانو له څو کلونو راهيسې د جاني خېلو د نيولو هڅې کولې او پرون بريالي شول.

ده هم ټينګار وکړ چې حکومت بايد هر څه ژر جاني خېل له وسله والو طالبانو څخه ونيسي.

هغه زياته کړه: ((دا يوه لويه ولسوالۍ ده چې طالبانو ونيوله د دې ولسوالۍ شاوخوا ته د ډنډپټان، څمکني، لجه منګل او احمدخېلو ولسوالۍ دي که حکومت جاني خېل بېرته ونه نيسي دغه نورې ولسوالۍ به هم سقوط وکوي.))

د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي وايي چې هېڅکله به وسله وال طالبان پر دې ونه توانېږي چې دغه ولسوالۍ دتل لپاره وساتي

نوموړي زیاته کړه: ((هڅه کوو چې د هوايي ځواک په مرسته ژر تر ژره دغه ولسوالۍ بېرته ونيسو.))

دغه راز د پکتيا د والي وياند نقيب احمد اتل وايي چې له پرون راهيسې د دې ولسوالۍ د نيولو لپاره کوم نظامي حرکت نه دی شوی، خو د بېرته نيولو لپاره يې په پلان کار روان دى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد پرون ويلي و چې طالبانو جاني خېلو ولسوالۍ په بشپړه توګه نيولې ده، لسګونو امنيتي سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې او زياته اندازه وسلې او مهمات يې هم تر لاسه کړي دي .

د يادونې ده چې دا ولسوالي له تېرو څو مياشتو راهيسې کلا بنده وه، تر دې مخکې د کورنيو چارو او ملي دفاع وزارتونو لوړ پوړي امنيتي پلاوي هم د يادې ولسوالۍ د امنيت لپاره پکتيا ته سفرونه کړي وو.

د بغلان ولايت سلګونو اوسېدونکو چې زامنو يې د ملي ځواکونو په ليکو کې په جاني خېلو ولسوالۍ کې دندې ترسره کولې او محاصره وو‌، د هغوى د خلاصون په موخه لاريونونه وکړل او د کابل- شمال لاره يې تړلې وه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه