Language

بلخ کې د موټرو پېر او پلور په ټپه ولاړ دی

مزارشريف (پژواک، ١٠ وږی ۹۵): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې له تېرو دوو کلونو د خلکو د اقتصادي حالت د کمزوري کېدو له امله د موټرو د پېر او پلور بازار کابو په ټپه ولاړ دی.

د دغه ښار موټر پلورونکي وايي، دوه کاله وړاندې د موټرو د پېر او پلور بازار په ښه توګه روان وو؛ خو له تېرو دوو کلونو په مياشت کې يو موټر هم په خورا سخته پلورلی شي.

په مزارشريف کې د پيمان موټرپلورنې اتحاديې غړي خواجه قاسم پژواک خبري اژانس ته وويل، له تېرو دوو کلونو په هېواد کې روان اقتصادي حالت په ورځنيو کاروبارونو منفي اغېز کړی دی.

نوموړي له همدې امله په دغه ښار کې د موټرو د پېر او پلور بازار کابو په ټپه درېدلی وګاڼه.

هغه زياته کړه: ((روزګار مو مجبوروي، چې هره ورځ خپل دوکان ته راشو او خلاص يې کړو، که نه له تېرو شلو ورځو مو يو موټر هم نه دی پلورلی، بلکې هېڅ معامله مو نه ده کړې.))

خواجه قاسم وويل، داسې موټر پلورنځي هم ډېر دي چې له تېرو دوو کلونو يې په مياشتو مياشتو يو موټر نه دی پلورلی.

د مزارشريف ځيني موټر پلورونکي وايي، اقتصادي حالت تر دې ګډوډ دی چې ځيني خلک د ورځني ژوند د تېرولو لپاره پيسې نه لري؛ نو موټر به څنګه واخلي.

د دوستي موټر پلورنځي مسوول جاوېد پژواک ته وويل: "په دې وروستيو کې د موټرو د خرڅلاو کاروبار له صفر سره ضرب شوی دى."

ده زياته کړه، پخوا يې د ورځې تر لسو پورې موټر هم پلورل؛ خو له تېرو دوو کلونو د خرڅلاو دغه لړۍ د نشت برابره ده.

هغه وايي، اوس په لسو ورځو کې هم يو موټر نه شي پلورلی.

جاوېد وويل، د ملي يووالي حکومت له راتګ سره د عامو خلکو کاروبار خراب شوی او همدې حالت د موټرو په مارکېټ باندې منفي اغېز کړی دی.

نوموړي زياته کړه، خلک د ورځني ژوند د تېرولو لپاره په سخته پيسې ترلاسه کوي او د موټرو د اخيستو وس يې له لاسه ورکړی دی.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.