منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۵۳ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بلخ کې د موټرو پېر او پلور په ټپه ولاړ دی

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۶ کتنې

مزارشريف (پژواک، ١٠ وږی ۹۵): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې له تېرو دوو کلونو د خلکو د اقتصادي حالت د کمزوري کېدو له امله د موټرو د پېر او پلور بازار کابو په ټپه ولاړ دی.

د دغه ښار موټر پلورونکي وايي، دوه کاله وړاندې د موټرو د پېر او پلور بازار په ښه توګه روان وو؛ خو له تېرو دوو کلونو په مياشت کې يو موټر هم په خورا سخته پلورلی شي.

په مزارشريف کې د پيمان موټرپلورنې اتحاديې غړي خواجه قاسم پژواک خبري اژانس ته وويل، له تېرو دوو کلونو په هېواد کې روان اقتصادي حالت په ورځنيو کاروبارونو منفي اغېز کړی دی.

نوموړي له همدې امله په دغه ښار کې د موټرو د پېر او پلور بازار کابو په ټپه درېدلی وګاڼه.

هغه زياته کړه: ((روزګار مو مجبوروي، چې هره ورځ خپل دوکان ته راشو او خلاص يې کړو، که نه له تېرو شلو ورځو مو يو موټر هم نه دی پلورلی، بلکې هېڅ معامله مو نه ده کړې.))

خواجه قاسم وويل، داسې موټر پلورنځي هم ډېر دي چې له تېرو دوو کلونو يې په مياشتو مياشتو يو موټر نه دی پلورلی.

د مزارشريف ځيني موټر پلورونکي وايي، اقتصادي حالت تر دې ګډوډ دی چې ځيني خلک د ورځني ژوند د تېرولو لپاره پيسې نه لري؛ نو موټر به څنګه واخلي.

د دوستي موټر پلورنځي مسوول جاوېد پژواک ته وويل: "په دې وروستيو کې د موټرو د خرڅلاو کاروبار له صفر سره ضرب شوی دى."

ده زياته کړه، پخوا يې د ورځې تر لسو پورې موټر هم پلورل؛ خو له تېرو دوو کلونو د خرڅلاو دغه لړۍ د نشت برابره ده.

هغه وايي، اوس په لسو ورځو کې هم يو موټر نه شي پلورلی.

جاوېد وويل، د ملي يووالي حکومت له راتګ سره د عامو خلکو کاروبار خراب شوی او همدې حالت د موټرو په مارکېټ باندې منفي اغېز کړی دی.

نوموړي زياته کړه، خلک د ورځني ژوند د تېرولو لپاره په سخته پيسې ترلاسه کوي او د موټرو د اخيستو وس يې له لاسه ورکړی دی.

د کندوز اوسېدونکی محمدالله چې له تېرې يوې اونۍ په مزارشريف ښار کې د سوزوکي موټر د پلورلو لپاره اوسېږي؛ خو لا يې نه دی پلورلی.

هغه پژواک ته وويل: ((ما خپل موټر له کندوزه ځکه مزار ته راوست چې دلته به د موټرو بازار ښه وي؛ خو دا دی يوه هفته مې وشوه، لا مې هم موټر نه دی خرڅ شوی.))

ځينې موټر پلورونکي وايي، که چېرې دولت د عامو خلکو د اقتصادي حالت د ښه کېدو لپاره وړ بنسټيز پلانونه پلي کړي؛ نو کېداى شي د خلکو کاروبار ورسره ښه وده وکړي.

په بلخ کې د موټر پلورونکو د اتحاديې غړي شمس الدين پژواک ته وويل، دولت بايد خپل اقتصادي پلانونه د عامو خلکو د اقتصادي ودې پر پياوړتيا وڅرخوي.

نوموړي زياته کړه، چېرې چې عام خلک د ژوند د لومړنيو اړتياوو پوره کولو وس په سخته پيدا کوي، نو موټر به څنګه واخلي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد