Language

د چین سفیر د افغانستان او سیمې د اقتصادي پرمختګ لپاره پر ګډو هڅو ټينګار وکړ

مزارشريف (پژواک، ۱۷ وږی ۹۵): په افغانستان کې د چين سفير وايي، د افغانستان د اقتصادي پرمختګ له لارې د سيمې د اقتصادي ودې لپاره هڅې کوي.

د وري په ۱۷مه، افغانستان ته له چين هېواد څخه د رېل له لارې په لومړي سوداګريز کاروان کې دوه زره ټنه سوداګريز توکي حيرتان بندر ته را ورسېدل.

په دغه بندر کې د يادو سوداګريزو توکو د رسېدو په وياړ جوړه شوې غونډه کې په افغانستان کې د چين سفير يوجينګ وويل، د سيمې او ګاونډيو هېوادونو له اقتصادي پرمختګ پرته د چين پرمختګ کومه معنا نه لري.

نوموړي زياته کړه: ((په همدې موخه مو د ورېښمو د لارې د بيا جوړېدو لپاره هڅې روانې کړې دي.))

هغه وايي، په مستقيمه توګه له چين څخه افغانستان ته د رېل د سوداګريزې کرښې جوړېدل او لومړى سوداګريز کاروان پرې دغه هېواد ته رسېدل، عادي خبره نه ده.

د چين سفير وويل، د دې کرښې جوړېدل به دا ښيي چې د افغانستان او چين تر منځ د همغږۍ يو پول شته.

نوموړي د يادې کرښې د را تېرېدو په تړاو له قزاقستان او ازبکستان هېوادونو څخه مننه وکړه.

يوجينګ وويل، د افغانستان په همکارۍ به دوی ختيځ چين له ختيځې اسيا سره او سوېلي چين له سوېلي اسيا سره ونښلوي.

نوموړي پر افغانستان غږ وکړ: ((راځئ چې د سيمې او د سيمې د اقتصادي همغږۍ لپاره سره يو ځای کار وکړو.))

هغه د رېل همدې کرښې او دوه مياشتې وړاندې د کابل او چين تر منځ د لومړۍ الوتنې يادونه وکړه چې د دواړو هېوادونو تر منځ د همغږۍ ښې بېلګې دي.

د افغانستان د سوداګريزو خونو مرستيال محمد يونس مومند له چين سره د رېل د يادې سوداګريزې کرښې جوړېدل، د افغانستان د اقتصادي پرمختګ کيلي وګڼله.

نوموړي زياته کړه، ډېری ګاونډي هېوادونه افغانستان ته په سوداګريزه برخه کې ستونزې جوړوي چې د بېلګې په توګه يې د پاکستان يادونه وکړه.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.