منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۹ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د چین سفیر د افغانستان او سیمې د اقتصادي پرمختګ لپاره پر ګډو هڅو ټينګار وکړ

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۷ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۱۷ وږی ۹۵): په افغانستان کې د چين سفير وايي، د افغانستان د اقتصادي پرمختګ له لارې د سيمې د اقتصادي ودې لپاره هڅې کوي.

د وري په ۱۷مه، افغانستان ته له چين هېواد څخه د رېل له لارې په لومړي سوداګريز کاروان کې دوه زره ټنه سوداګريز توکي حيرتان بندر ته را ورسېدل.

په دغه بندر کې د يادو سوداګريزو توکو د رسېدو په وياړ جوړه شوې غونډه کې په افغانستان کې د چين سفير يوجينګ وويل، د سيمې او ګاونډيو هېوادونو له اقتصادي پرمختګ پرته د چين پرمختګ کومه معنا نه لري.

نوموړي زياته کړه: ((په همدې موخه مو د ورېښمو د لارې د بيا جوړېدو لپاره هڅې روانې کړې دي.))

هغه وايي، په مستقيمه توګه له چين څخه افغانستان ته د رېل د سوداګريزې کرښې جوړېدل او لومړى سوداګريز کاروان پرې دغه هېواد ته رسېدل، عادي خبره نه ده.

د چين سفير وويل، د دې کرښې جوړېدل به دا ښيي چې د افغانستان او چين تر منځ د همغږۍ يو پول شته.

نوموړي د يادې کرښې د را تېرېدو په تړاو له قزاقستان او ازبکستان هېوادونو څخه مننه وکړه.

يوجينګ وويل، د افغانستان په همکارۍ به دوی ختيځ چين له ختيځې اسيا سره او سوېلي چين له سوېلي اسيا سره ونښلوي.

نوموړي پر افغانستان غږ وکړ: ((راځئ چې د سيمې او د سيمې د اقتصادي همغږۍ لپاره سره يو ځای کار وکړو.))

هغه د رېل همدې کرښې او دوه مياشتې وړاندې د کابل او چين تر منځ د لومړۍ الوتنې يادونه وکړه چې د دواړو هېوادونو تر منځ د همغږۍ ښې بېلګې دي.

د افغانستان د سوداګريزو خونو مرستيال محمد يونس مومند له چين سره د رېل د يادې سوداګريزې کرښې جوړېدل، د افغانستان د اقتصادي پرمختګ کيلي وګڼله.

نوموړي زياته کړه، ډېری ګاونډي هېوادونه افغانستان ته په سوداګريزه برخه کې ستونزې جوړوي چې د بېلګې په توګه يې د پاکستان يادونه وکړه.

هغه له چين څخه مننه وکړه چې له افغانستان سره يې د ښه ګاونډي په توګه چلند وکړ او د دغه هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره مرسته ورسره کوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت وياند مسافر قوقندي د يادې کرښې په تړاو وويل، دغه کرښه له ازبکستان او قزاقستان هېوادونو څخه د دغو دواړو هېوادونو په همکارۍ تېره شوې او افغانستان ته رسېدلې ده.

هغه وايي، پر ياده کرښه د لومړي سوداګريز کاروان له لارې د بېلا بېلو افغان سوداګرو ۲زره ټنه سوداګريز توکي حيرتان بندر ته ورسېدل.

د قوقندي په وينا، له يادې کرښې له کار اخيستو وروسته به ډېری سوداګريز توکي د افغانستان په عام بازار کې په ټيټه بيه وپلورل شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست