کابل (پژواک، ٢٣ وږى ٩٥): د سره صليب کمېټه کندهار کې پر ميرويس روغتون بريد په سختو ټکو غندي او وايي چې روغتيايي مرکزونه د نړيوالو قوانينو له مخې خوندي ځايونه دي او بايد له ګواښ سره مخ نه شي.
تېره ورځ د کندهار په مرکز کې ميرويس روغتون ته دوه وسله وال ننوتل چې د امنيتي ځواکونو له غبرګون سره مخ شول.
د کندهار امنيه قومانداني وايي،په دې بريد کې چې څو ساعته يې دوام وکړ ياد دواړه بريدګر او يو تن پايواز وژل شوي، او د ملي امنيت رياست يو کارکوونکى او يو ملکي وګړى ټپيان دي.
د سره صليب کمېټې د يوې اعلاميې په خپرولو سره دغه بريد غندلى دى.
په افغانستان کې د سره صليب کمېټې مشرې مونيکا زيناريلي ( Monica Zanarelli) ويلي چې روغتيايي مرکزونه خوندي ځايونه دي او هر څوک چې دغو مرکزونو ته د درملنې لپاره ورځې بايد خوندي وي.
د هغې په وينا، تر دې مخکې هم په افغانستان کې ورته پېښې شوي او هغه موټرچلوونکي هم ګواښل شوي چې ناروغان يې لېږدول.
د يادې کمېټې د معلوماتو له مخې، د کندهار روغتون چارې د عامې روغتيا وزارت له خوا پر مخ وړل کېږي او د سره صليب کمېټه ورسره د درملو، وسايلو او ډاکټرانو د وړتياوو لوړولو په برخو کې مرستې کوي.
ميرويس روغتون د هېواد د سويل زون په کچه فعاليت کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن