کابل (پژواک، ٣١ وږى ٩٥): د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د هندوستان له کرکټ ادارې سره يې په بېلابېلو برخو کې د همکاريو لپاره يو هوکړه ليک لاسليک ته چمتو کړى دى.
د افغانستان کرکـټ بورډ وياند فريد هوتک د وږي په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کرکټ بورډ اجرايوي رييس شفيق الله ستانکزي په دې وروستيو کې نوي ډيلي ته د سفر پر مهال د هندوستان د کرکټ ادارې اجرايوي رييس راهول جوهري سره وليدل.
هغه زياته کړه چې د دې ليدنې پر مهال د دواړو ادارو تر منځ په بېلابېلو برخو کې د همکاريو لپاره د يو هوکړه ليک موارد نهايي شول.
هوتک وايي، د دغه هوکړه ليک له مخې به د هند په غوره ليګ سياليو (اى پي اېل) کې د نړۍ نورو پياوړو لوبغاړو تر څنګ د افغان لوبغاړو ته چانس ورکول کېږي.
دغه راز د افغانستان او هندوستان الف او نولس کلنو لوبډلو تر منځ د کرکټ نړيوالې سيالۍ په لاره اچول کېږي.
هوتک وايي چې د هوکړه ليک له مخې چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې لاسليک شي، هند به د افغانستان له کرکټ بورډ سره په تخنيکي برخو کې مرستې کوي، لوبڅارانو او روزونکو ته په لوړه کچه روزنه ورکوي.
د نوموړي په وينا، دغه راز د هندوستان له روزنيزو اکاډميو (د هندوستان ملي اکاډمي ملي اکاډمۍ، بنګلور او ایم ار اېف) څخه په منظم ډول وړتيا ګټه اخيستل کېږي.
د کرکټ بورډ وياند وايي چې دواړو لورو د هوکړه ليک ټول موارد نهايي کړل او د هند کرکټ اداره به د هوکړه لیک له مواردو سره سم د افغان کرکټ بورډ له ادارې سره خپلې همکارۍ ترسره کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجرايوي رييس شفيق الله ستانکزي له افغان کرکټ سره د هندوستان کرکټ مرستې حياتي بولي او وايي چې د هوکړه لیک مواردو له پلي کېدو سره به افغان کرکټ د پام وړ وده وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن