کابل (پژواک،۷ تله ٩٥): له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د حکومت د پاليسي نه اغېزمنتيا له امله د نشي توکو توليد او قاچاق کې ښکېل ډيرى کسان چې په جزا محکوم شوي ؛ نالوستي، بېوزله او د کورنيو لپاره نفقه برابرونکي دي.
همداراز د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو سره د مبارزې ادارې (UNODC) سروې ښيي چې د نشه يي توکو قاچاق په تور په جزا محکوم شوي کسان له زندان څخه له خوشې کېدو وروسته، د وزګارتيا او اقتصادي ستونزو له امله، بېرته د نشه توکو په برخه کې کار کولو ته ليوالتيا پيدا کړې ده.
ياده سروې، د ٢٠١٣ کال په وروستيو شپږو مياشتو کې له ١٨٥ بنديانو سره د مرکو په دوران کې شپږو زونونو (کندهار، هرات، کابل، ننګرهار، بدخشان او بلخ) ولايتونو کې ترسره شوه او ٢٠١٤ کال کې خپره شوې ده.
د يادو شپږو زونونو محابسو کې د ترسره شوې سروې په جريان کې، ټولټال ٢٥٨٧٢ بنديان ساتل کېدل، چې پنځلس سلنه يې (٣٨٨٠) کسان د نشه يي توکو د کښت او قاچاق په تړاو زنداني شوي دي.
د سروې په ترڅ کې چې له ١٨٥ کسانو سره مرکې شوې دي دا ښيي چې د نشه يي توکو په تړاو له هر لسو بنديانو څخه اته يې نالوستي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن