جلال اباد ، پل علم، خوست ښار (پژواک ۷ تله ۹۵) : په ننګرهار، خوست او لوګر ولايتونو کې زرګونو کسانو د بېلا بېلو غونډو په ترڅ کې د افغانستان د دولت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې د هوکړه ليک ملاتړ وکړ .
په جلال اباد ښار کې سلګونه کسان چې شمېره يې تر دوو زرو ډېره وه، په شيرزي لوبغالي کې راټول شوي وو، چې په کې د حزب اسلامي پلويان، عام خلک او دولتي چارواکي شامل وو.
غونډې ته د وينا پرمهال په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي فريدون مومند د سولې په اړه د افغان حکومت او حزب اسلامي د هوکړه ليک د ملاتړ ترڅنګ، پر طالبانو او د دولت په نورو مخالفو وسله والو ډلو غږ وکړ چې د سولې له بهير سره يوځای شي.
هغه د حزب اسلامي له مشر انجنير حکمتيار څخه غوښتنه وکړه چې په حکومت کې دې نه شاملېږي، بلکې له دولت سره دې يوځای او د ولس د ستونزو د حل لپاره دې کار وکړي.
هغه دغه راز د حزب اسلامي په مشر غږ وکړ چې د حزب مشري بل چا ته پرېږدي او د افغان ولس د زعامت لپاره دې کار وکړي.
دغه راز د ننګرهار والي سليم خان کندوزي هم د حزب اسلامي د يادې پرېکړې په اړه خوښي وښوده او د دولت په ټولو مخالفو وسله والو ډلو يې غږ وکړ چې د سولې له بهير سره يوځای شي.
هغه زياته کړه : ((ستاسو مسووليت د ولس په وړاندې جنګ جګړې نه دي، ورور وژنه نه ده، په غرونو کې اوسېدل نه دي، بلکې د ولس لپاره خدمت کول دي، مرور وروڼه بايد نور د سولې له بهير سره يوځای شي او خپله انرژي د وطن د ابادۍ او د ولس د خدمت په لار کې مصرف کړي.))
په ختيځ زون کې د عبدالهادي ارغنديوال په مشرۍ د حزب اسلامي ولايتي مسوول معلم عبدالعلي خان وايي چې اوسمهال سولې ته ډيره اړتيا ده او د حزب امير دا اړتيا درک کړې ده.
هغه زياته کړه چې د حزب اسلامي امير په تېرو څو کلونو کې د افغانستان حکومت ته لس ځلې د سولې پيغامونه راستولي؛ خو تېر حکومت ورته ځواب نه دی ويلی.
هغه له ولسمشر محمد اشرف غني مننه وکړه چې د افغانانو دغه يواځينۍ مهمه اړتيا يې درک کړه او له حزب سره يې د سولې لپاره هلې ځلې وکړې.
په ننګرهار کې د سولې عالي شورا ولايتي مسوول حاجي ملک نذير د حزب اسلامي له مشر ګلبدين حکمتيار څخه مننه وکړه چې د سولې له پروسې سره يوځای کيږي؛ خو تمه يې وښوده، چې خپلې دغې ژمنې او کار ته ژمن پاتې شي.
هغه له حزب اسلامي سره د سولې د بين الافغاني خبرو اترو په اړه وويل، که افغانان هڅه وکړي او وسله والې ډلې زړه ښه کړي؛ نو شونې ده چې له ټولو وسله والو ډلو سره د سولې مذاکرات بريالي شي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP