منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۰۵ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په درې ولايتونو کې کې د حزب اسلامي او دولت د سولې په ملاتړ غونډې وشوې

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۱۴ کتنې

جلال اباد ‌، پل علم، خوست ښار (پژواک ۷ تله ۹۵) : په ننګرهار، خوست او لوګر ولايتونو کې زرګونو کسانو د بېلا بېلو غونډو په ترڅ کې د افغانستان د دولت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې د هوکړه ليک ملاتړ وکړ .

په جلال اباد ښار کې سلګونه کسان چې شمېره يې تر دوو  زرو ډېره وه،  په شيرزي لوبغالي کې راټول شوي وو، چې په کې د حزب اسلامي پلويان، عام خلک او دولتي چارواکي شامل وو.

غونډې ته د وينا پرمهال په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي فريدون مومند د سولې په اړه د افغان حکومت او حزب اسلامي د هوکړه ليک د ملاتړ ترڅنګ، پر طالبانو او د دولت په نورو مخالفو وسله والو ډلو غږ وکړ  چې د سولې له بهير سره يوځای شي.

هغه د حزب اسلامي له مشر انجنير حکمتيار څخه غوښتنه وکړه چې په حکومت کې دې نه شاملېږي، بلکې له دولت سره دې يوځای او د ولس د ستونزو د حل لپاره دې کار وکړي.

هغه دغه راز د حزب اسلامي په مشر غږ وکړ  چې د حزب مشري بل چا ته پرېږدي او د افغان ولس د زعامت لپاره دې کار وکړي.

دغه راز د ننګرهار والي سليم خان کندوزي هم د حزب اسلامي د يادې پرېکړې په اړه خوښي وښوده او د دولت په ټولو مخالفو وسله والو ډلو يې غږ وکړ چې د سولې له بهير سره يوځای شي.

هغه زياته کړه : ((ستاسو مسووليت د ولس په وړاندې جنګ جګړې نه دي، ورور وژنه نه ده، په غرونو کې اوسېدل نه دي، بلکې د ولس لپاره خدمت کول دي، مرور وروڼه بايد نور د سولې له بهير سره يوځای شي او خپله انرژي د وطن د ابادۍ او د ولس د خدمت په لار کې مصرف کړي.))

په ختيځ زون کې د عبدالهادي ارغنديوال په مشرۍ د حزب اسلامي ولايتي مسوول معلم عبدالعلي خان وايي چې اوسمهال سولې ته ډيره اړتيا ده او د حزب امير دا اړتيا درک کړې ده.

هغه زياته کړه  چې د حزب اسلامي امير په تېرو څو کلونو کې د افغانستان حکومت ته لس ځلې د سولې پيغامونه راستولي؛ خو تېر حکومت ورته ځواب نه دی ويلی.

هغه له ولسمشر محمد اشرف غني مننه وکړه چې د افغانانو دغه يواځينۍ مهمه اړتيا يې درک کړه او له حزب سره يې د سولې لپاره هلې ځلې وکړې.

په ننګرهار کې د سولې عالي شورا ولايتي مسوول حاجي ملک نذير د حزب اسلامي له مشر ګلبدين حکمتيار څخه مننه وکړه  چې د سولې له پروسې سره يوځای کيږي؛ خو تمه يې وښوده، چې خپلې دغې ژمنې او کار ته ژمن پاتې شي.

هغه له حزب اسلامي سره د سولې د بين الافغاني خبرو اترو په اړه وويل، که افغانان هڅه وکړي او وسله والې ډلې زړه ښه کړي؛ نو شونې ده  چې له ټولو وسله والو ډلو سره د سولې مذاکرات بريالي شي.

بلخوا د خوست د ديني عالمانو او د پخوانيو مجاهدينو شوراګانو، قومي مشرانو او مدني فعالان پر افغان وسله والو طالبانو غږ وکړ  چې د حزب اسلامي لاره تعقيب او له افغان حکومت سره يو ځای شي.

دوی د يوه خبري کنفرانس له لارې له طالبانووغوښتل چې له تاوتريخوالي لاس واخلي، په هېواد کې د سولې او ثبات د ټينګښټ او هر اړخيز پرمختګ لپاره د بين الافغاني مذاکراتو له لارې خپلې غوښتنې له افغان دولت سره شريکې کړي.

ديني عالم مولوي محمد سردار ځدراڼ کنفرانس ته وويل چې د دې ولايت ټول ديني عالمان او قومي مشران ژمن دي چې له دولت سره د مخالفو ډلو په يو ځای کولو کې ګډې هلې ځلې وکړي.

هغه زياته کړه :((د خوست ولايت د ديني عالمانو او پخوانيو مجاهديڼو شوراګانو غړي، قومي مشران او مدني فعالان له سولې څخه ملاتړ کوي او دې ته ژمن دي  چې په دې لار کې به هيڅ ډول قرباني ونه سپموي.))

مولوي سردار همدا ډول د حزب اسلامي او افغان دولت ترمنځ د سولې هوکړې له لاسليک څخه ملاتړ څرګند کړ او دا يې په هېواد کې د سرتاسري سولې راوستو په برخه کې مهم پرمختګ وباله.

قومي مشر حاجي مرک ځدراڼ هم پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د حزب اسلامي په څير نور له وسله والې مبارزې لاس په سر شي او د بين الافغاني مذاکراتو له لارې له دولت سره روغه جوړه وکړي.

هغه زياته کړه: ((ګلبدين حکمتيار چې د حزب اسلامي رهبر دی، هغه چې له افغان دولت سره سوله وکړه او وسله يې پرځمکه وغورځوله، نو تاسو يې هم بايد وکړئ، که چېرې دغه روغه ښه نه وای، نو ده به نه کوله.))

دغه راز نن په لوګر ولايت کې هم د حزب اسلامي او دولت ترمنځ د سولې د تړون په ملاتړ پراخه غونډه جوړه شوه چې په کې د ولايتي شورا غړو، قومي مشرانو او د حزب اسلامي پلويانو برخه اخيستې وه.

د حزب اسلامي پخواني جهادي قوماندان احسان الله مسعود وويل چې د افغانستان د ستونزو د حل يواځينۍ لاره سوله ده.

هغه زياته کړه چې پر افغانانو جګړه تحميل شوې ده او اوس بايد د سولې له لارې جګړې ته د پاى ټکى کېښودل شي.

د ولايتي شورا رييس قريب الله سادات وويل چې ټول ولس د سولې ملاتړ کوي او د خبرو اترو له لارې يې د ستونزو پر هواري ټينګار وکړ.

ټاکل شوې سبا د پنجشنبې په ورځ د حزب اسلامي مشر او ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې د سولې په هوکړه ليک لاسليک وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست