Language

په ترافيکي پېښه کې ١٦کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

پل علم(پژواک،١٨تله٩٥): د کابل-ګردېز پر لويه لار د ترافيکي  پېښې له امله ٧ تنه مړه شول او ٩ نور ټپيان دي.

د لوګر د والي وياند سليم صالح د تلې په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې د کابل-ګردېز پر لويه لار د تېرې کنډو په سيمه کې ترافيکې پېښه رامنځته شوې ده.

هغه وايي: (( يو سوپر کيسټم موټر چې خوست ته روان و په تېرې کنډو کې له تراکتور سره جنګېدلى دى.))

صالح زياتوي چې په دې پېښه کې ٧ تنه مړه شوي او ٩ تنه نور ټپيان دي چې په ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

هغه وايي چې ټپيان د ګردېز روغتون ته انتقال شوي او روغتيايي وضعيت يې ښه دى.

د تېرې کنډو اوسېدونکي محمد اکبر پژواک ته وويل: (( تراکتور له خامې نه قير ته کېده چې سوپر کيسټم پرې راغى او ټکر يې وکړ.))

هغه هم وويل چې په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

دا په داسې حال کې ده چې دغه ډول ډيرې پېښې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته کيږي.

د يادونې ده چې شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د کابل-ګردېز پر لويه لار د محمد اغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ترافيکي پېښې له امله پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.