مزارشريف (پژواک، ۲۶ تله ۹۵): د بلخ ولايت د بلخ ولسوالۍ ځيني اوسېدونکي وايي چې د عاشورا په ورځ په دې ولسوالۍ کې په شوې پېښه کې ډېری خلک پر هغو ډزو وژل شوي چې د نا مسوولو وسله والو له خوا له چاودنې وروسته شوې دي.
دغه پېښه د تلې په ۲۲مه په داسې حال کې چې ماتم کوونکي د ولسوالۍ په جومات کې له مراسمو وروسته له خواجه غولک بندر څخه د تېرېدو په حال کې وو، پرې چاودنه وشوه.
په ياده پېښه کې ۱۵ کسان ووژل شول او ۲۸ نور ټپيان وو.
د بلخ ولسوالۍ اوسېدونکي او پېښې ته نږدې دوکانداران وايي چې له چاودنې وروسته د ځينو نا مسوولو وسله والو له خوا پر خلکو ډزې وشوې چې د ماتم کوونکو په منځ او شاوخوا کې موجود وو.
په ياده پېښه کې د وژل شوي ۱۸ کلن نبي الله ورور ذبيح الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې ورور يې د چاودنې په چرو نه، بلکې پر ډزو وژل شوی دی.
نوموړي زياته کړه: ((په ورور مې د چرو د لګېدنې وړې وړې نښې وې، خو په خېټه او غاړه کې يې دوه مرمۍ لګېدلی وې چې د همدې له امله شهيد شو.))
هغه وايي چې ورور يې عزادار نه و او نه يې په مراسمو کې برخه اخيستې وه، بلکې له چاودنې وروسته د پېښې ځای ته تللی و.
نبي الله زياته کړه: ((ما په خپله يوه ډله خلک وليدل چې کارتونه يې پر غاړه وو او وسلې ورسره وې، ډزې يې کولې او له پوليسو سره هم ونښتل.))
په پېښه کې د عزيزالله په نوم د یوه ۱۶ کلن زلمي پلار، خليفه رزاق پژواک ته وويل چې له چاودنې وروسته يې تر ډېره وخته د ډزو اوازونه اورېدل او له همدې امله تر ناوخته له کوره ونه وت.
هغه وايي چې زوی يې د عزادارانو د سيل لپاره له کوره وتلی و؛ خو مازديګر مهال خبر شوو چې وژل شوی دی.
خليفه رزاق وويل چې زوی يې پر سر لګېدلی و او روغتون ته له رسېدو وروسته يې سا ورکړې وه.
د بلخ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي صفت الله چې د پېښې ځای ته نږدې دوکان لري، پژواک ته وويل چې له چاودنې وروسته په غير منظمه توګه د وسله والو له خوا ډزې وشوې.
login or register a new account.