منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۳۲ غ.م
۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د عاشورا په ورځ د بلخ ولسوالۍ تر چاودنې وروسته په ډزو کې هم کسان وژل شوي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۰۱ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۲۶ تله ۹۵): د بلخ ولايت د بلخ ولسوالۍ ځيني اوسېدونکي وايي چې د عاشورا په ورځ په دې ولسوالۍ کې په شوې پېښه کې ډېری خلک پر هغو ډزو وژل شوي چې د نا مسوولو وسله والو له خوا له چاودنې وروسته شوې دي.

دغه پېښه د تلې په ۲۲مه په داسې حال کې چې ماتم کوونکي د ولسوالۍ په جومات کې له مراسمو وروسته له خواجه غولک بندر څخه د تېرېدو په حال کې وو، پرې چاودنه وشوه.

په ياده پېښه کې ۱۵ کسان ووژل شول او ۲۸ نور ټپيان وو.

د بلخ ولسوالۍ اوسېدونکي او پېښې ته نږدې دوکانداران وايي چې له چاودنې وروسته د ځينو نا مسوولو وسله والو له خوا پر خلکو ډزې وشوې چې د ماتم کوونکو په منځ او شاوخوا کې موجود وو.

په ياده پېښه کې د وژل شوي ۱۸ کلن نبي الله ورور ذبيح الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې ورور يې د چاودنې په چرو نه، بلکې پر ډزو وژل شوی دی.

نوموړي زياته کړه: ((په ورور مې د چرو د لګېدنې وړې وړې نښې وې، خو په خېټه او غاړه کې يې دوه مرمۍ لګېدلی وې چې د همدې له امله شهيد شو.))

هغه وايي چې ورور يې عزادار نه و او نه يې په مراسمو کې برخه اخيستې وه، بلکې له چاودنې وروسته د پېښې ځای ته تللی و.

نبي الله زياته کړه: ((ما په خپله يوه ډله خلک وليدل چې کارتونه يې پر غاړه وو او وسلې ورسره وې، ډزې يې کولې او له پوليسو سره هم ونښتل.))

په پېښه کې د عزيزالله په نوم د یوه ۱۶ کلن زلمي پلار، خليفه رزاق پژواک ته وويل چې له چاودنې وروسته يې تر ډېره وخته د ډزو اوازونه اورېدل او له همدې امله تر ناوخته له کوره ونه وت.

هغه وايي چې زوی  يې د عزادارانو د سيل لپاره له کوره وتلی و؛ خو مازديګر مهال خبر شوو چې وژل شوی دی.

خليفه رزاق وويل چې زوی يې پر سر لګېدلی و او روغتون ته له رسېدو وروسته يې سا ورکړې وه.

د بلخ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي صفت الله چې د پېښې ځای ته نږدې دوکان لري، پژواک ته وويل چې له چاودنې وروسته په غير منظمه توګه د وسله والو له خوا ډزې وشوې.

نوموړي زياته کړه: ((ما له خلکو سره چره ييز، پنچ تير ټوپک او تومانچې وليدې چې په غير منظمه توګه يې ډزې کولې.))

د دى په وينا، ډېری خلک په چاودنه کې نه، بلکې د ډزو له امله وروسته له چاودنې ټپيان او وژل شوي.

نوموړي له دولته د بلخ ولسوالۍ د پېښې د سمې څېړنې او نا مسوولو وسله والو ته یې د سزا غوښتنه وکړه.

په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو وکيله مېرمن ګلالۍ نور ساپۍ هم وايي چې د عاشورا په ورځ په بلخ ولسوالۍ کې له چاودنې وروسته پر عامو خلکو ډزې شوې دي.

نوموړې زياته کړه چې په پېښه کې وژل شوي او ټپيان ډېری ځوانان دي چې د دوکانو مخې ته ولاړ وو، د وسله والو عزادارانو له خوا پر ډزو وژل شوي دي.

هغې پژواک اژانس ته وويل چې له چاودنې وروسته ځينو عزادارانو چې وسلې ورسره وې، پر عامو خلکو او پوليسو باندې ډزې کړې دي.

مېرمن ګلالۍ نور ساپۍ له حکومت څخه د يادې پېښې د سمې څېړنې غوښتنه وکړه.

خو د بلخ ولايت د ملکي روغتون سرطبيب ډاکټر نورمحمد فيض بيا وايي چې له دې پېښې ملکي روغتون ته راوړل شوو جسدونو او ټپيانو کې هېڅوک په مرمۍ نه وو لګېدلي.

نوموړي زياته کړه چې د دوی د ثبت شوو شمېرو له مخې د بلخ ولسوالۍ په پېښه کې ۱۵ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپيان وو.

هغه وايي چې دوی ته د ۶ کسانو جسدونه ور وړل شوي وو چې يو هم په کې په مرمۍ نه و لګېدلی.

ډاکټر نورمحمد وويل، ډېری کسان چې په سيمه کې ځای پر ځای وژل شوي وو، په اړه يې څه نه شي ويلی، چې په چاودنه کې وژل شوي که پر ډزو.

خو د بلخ امنيتي مسوولين بيا وايي چې دغه پېښه لا هم تر څېړنې لاندې ده چې ايا له چاودنې وروسته په کې ډزې شوې او که نه.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري پژواک ته وويل چې د پېښې پر مهال ولاړ پوليس له چاودنې وروسته د ډزو پخلی نه کوي.

نوموړي زياته کړه چې دوی ته هم د عامو خلکو له خوا له چاودنې وروسته ډزو کولو شکايتونه رسېدلي دي.

هغه وايي چې پېښه يې تر څېړنې لاندې ده او د ولايتي شورا او له ځينو نورو ارګانونو سره په ګډه پرې کار کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه