ګردېز (پژواک، ٢٨ تله ٩٥): د پکتيا پخوانی والي او د حزب اسلامي مخکښ غړی جمعه خان همدرد وايي ، تر هغه به ددې ډلې مشر ګلبدالدين حکمتيار رانه شي تر څو چې په دې ډله باندې لګېدلي بنديزونه لرې او له تور لېسته ونه وېستل شي.
نوموړي دا خبري د تلې په ٢٨مه، په هغه غونډه کې وکړي چې د پکتيا د خلکو له خوا د سولې د تړون د ملاتړ په موخه نن په ګردېز ښار کې جوړه شوې وه .
په دې غونډه کې د حزب اسلامي د نورو غړو ترڅنګ د حکمتيار زوی حبيب الرحمن حکمتيار هم برخه اخيستې وه.
جمعه خان همدرد د يادو څرګندونو تر څنګ وويل چې لاهم له حزب اسلامي سره د سولې تړون په لومړي پړاو کې ده او لاهم يو شمېر پړاونه په مخ کې لري .
نوموړي ونه ويل چې نور څه دي چې بايد تر سره شي، خو پر دولت يې غږ وکړچې دغه خبرې بايد تعقيب شي او د عمل جامه ور واغوندل شي .
د هغه په وينا، د حزب اسلامي او دولت تر منځ دخبرو بريا يواځنی لامل بين الافغاني مذاکرات وو او په تېر يو نيم کال کې هيڅ يوه بهرني په دې خبرو کې ګډون نه دی کړی او نه دا خبرې په کوم سفارت کې شوې دي .
همدرد دا هم وويل چې د سرتاسري سولې راتلو لپاره يو شمېر کارونو ته اړتياده چې بايد ترسره شي چې تر ټولو لومړی يې له وسله والو سره سوله ده چې خوشبختانه په دې وروستيو کې له هغوی سره هم خبرې روانې دي .
login or register a new account.