منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۱۸ غ.و
۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

همدرد: دولت دې له حزب سره د سولې تړون ته عملي جامه ور واغوندي

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۹ کتنې

ګردېز (پژواک، ٢٨ تله ٩٥): د پکتيا پخوانی والي او د حزب اسلامي مخکښ غړی جمعه خان همدرد وايي ، تر هغه به ددې ډلې مشر ګلبدالدين حکمتيار رانه شي تر څو چې په دې ډله باندې لګېدلي بنديزونه لرې او له تور لېسته ونه وېستل شي.

نوموړي دا خبري د تلې په ٢٨مه، په هغه غونډه کې وکړي چې د پکتيا د خلکو له خوا د سولې د تړون د ملاتړ په موخه نن په ګردېز ښار کې جوړه شوې وه .

په دې غونډه کې د حزب اسلامي د نورو غړو ترڅنګ د حکمتيار زوی حبيب الرحمن حکمتيار هم  برخه  اخيستې وه.

جمعه خان همدرد د يادو څرګندونو تر څنګ وويل چې لاهم له حزب اسلامي سره د سولې تړون  په لومړي پړاو کې ده او لاهم يو شمېر پړاونه په مخ کې لري .

نوموړي ونه  ويل  چې نور څه دي چې بايد تر سره شي، خو پر دولت يې غږ وکړچې دغه خبرې بايد تعقيب شي او د عمل جامه ور واغوندل شي .

د هغه په وينا، د حزب اسلامي او دولت تر منځ دخبرو بريا يواځنی لامل بين الافغاني مذاکرات  وو او په تېر يو نيم کال کې هيڅ  يوه بهرني په دې خبرو کې ګډون نه دی کړی او نه  دا خبرې په کوم سفارت کې شوې دي .

همدرد دا هم  وويل چې د سرتاسري سولې راتلو لپاره يو شمېر کارونو ته اړتياده چې بايد ترسره شي چې تر ټولو لومړی يې له وسله والو سره سوله ده چې خوشبختانه په دې وروستيو کې له هغوی سره هم خبرې  روانې دي .

دده په خبره، د دولت په مشرتابه کې اختلافات، ضعيف مديريت، شخصي ملېشې، د معادنو قاچاقبران دا هغه ستونزې دي چې د سولې پروسه يې ټکنۍ کړې ده.

حبيب الرحمن حکمتيار په خپلو خبرو کې وويل  چې په تېرو پنځلسو کلونو کې يې لوی هدف  دا و چې په ټول هېواد کې ملي حاکميت  وي او هېڅ  بهرنی دې  د دې هېواد سرنوشت  ونه ټاکي .

نوموړی وايي چې لاهم د بهرنيانو له خوا چارواکي ټاکل کېږي او اداري فساد خپله  د بهرنيانو له خوا رامنځ ته شوی دى .

د هغه په وينا، د حزب اسلامي له جوړېدو په لومړيو کې دغه حزب غوښتل چې د هېواد مشرتابه دې د رايي په ورکولو وټاکل شي، خو په هغه وخت کې شاهي نظام  و او خلکو يې مخنيوی کاوه.

ده وويل چې اوس بهرنيان د ټاکنو د لګښتونو په ورکولو سره د خپلې خوښې کسان  پر خلکو باندې مني او له دې لارې خپل اهداف  پرې پلي کوي .

د پکتيا د سولې شورا رييس مولوي خالق داد هم د حزب اسلامي او دولت تر منځ د سولې تړون د هېواد د سولې لپاره با ارزښته وباله او ويې ويل چې په دې سره به سرتاسري سولې ته لاره هواره شي .

نوموړی وايي اوس بايد له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې پيل او په کلکه ترې ملاتړ وشي .

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست