فيروزکوه(پژواک،١٤لړم٩٥): ولسمشر محمد اشرف غني د يو لوړ پوړي دولتي پلاوي په ملتيا غور ولايت ته سفر وکړ.
د ٢٠٧ ظفر قول اردو قوماندان بريد جنرال محي الدين غوري دلړم١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولسمشر له دې سفر څخه اساسي موخه د غور د امنيتي وضعيت اروزنه ده.
هغه وويل چې ولسمشر به د دې سفر په ترڅ کې د غور ولايت د وروستۍ پېښې د قربانيانو له کورنيو سره هم وګوري.
هغه زياته کړه چې ولسمشر به د دې سفر په ترڅ کې د قومي مشرانو يوې لويې غونډې ته وينا هم وکړي.
د يادونې وړ ده چې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې يو شمير وسله والو کسانو د داعش په نوم د غور د مرکز غلمين کلي ٣٠ اوسيدونکي و وژل او شپږ تنه نور يې ټپيان کړل.
د ولسمشر د سفر په اړه نور جزئيات به وروسته خپاره شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن