مزارشريف (پژواک، ۱۸ لړم ۹۵): د بلخ ولايت اوسېدونکي وايي چې سيمه ييز پوليس په ځينو کليو کې د عشر او زکات په نوم غلې او پيسې ټولوي.
د ياد ولايت د ولايتي شورا وکيلان که څه هم د سيمه ييز پوليسو شتون د دغه ولايت په نسبي نا امنو ولسواليو کې اړين بولي؛ خو په بېلابېلو بڼو د دوی له خوا د خلکو د ځورونې په تړاو د ځينو پېښو پخلی کوي.
خو د بلخ امنيتي مسوولين د دغه ولايت د سيمه ييزو پوليسو له خوا د غير قانوني چارو ترسره کېدو ته د شک په سترګه ګوري.
دوی وايي چې سيمه ييز پوليس د خلکو د امنيت لپاره ګومارل شوي او خپله دنده په ښه توګه ترسره کوي.
د بلخ ولايت په چمتال، چاربولک او شولګر ولسواليو کې د ملي پوليسو تر څنګ ځای ځای سيمه ييز پوليس هم د امنيت د ساتنې په موخه پر دندو ګومارل شوي دي.
د چمتال ولسوالۍ د بارګاه، نوشار او امام صېب کليو يو شمېر اوسېدونکي د سيمه ييزو پوليسو له ځينو چلندونو خوښ نه دي.
د دې ولسوالۍ د بارګاه کلي اوسېدونکي محمد جمعه پژواک ته وويل چې سيمه ييز پوليس د وسله والو طالبانو پر وړاندې د امنيت د ټينګښت لپاره ګومارل شوي؛ خو ځيني په سیمه کې لکه طالبان داسې چلند کوي.
نوموړي زياته کړه: ((پخوا به طالبانو له موږ څخه د فصل د رسېدو پر وخت عشر ټولاوه او د زکات په نامه به يې په زوره پیسې اخيستې، اوس سيمه ييز پولیس دغه کارونه کوي.))
هغه وايي چې په سيمه کې د ملي پوليسو چلند تر ډېره د اندېښنې وړ نه دی؛ خو سيمه ييز پوليس د پوليس او د امنيت د ساتونکو په څېر چلند نه کوي.
د چاربولک ولسوالۍ د کندهاري سوريانو، علي اباد، اورناغه او نوی کوټ کليو ځيني اوسېدونکي سيمه ييز پوليس په ناقانونه کړنو تورنوي.
د يادې ولسوالۍ د نوي کوټ کلي اوسېدونکي فريد جان پژواک ته وويل چې سيمه ييز پوليس کله ناکله د لارشکونکو په څېر خلک لوټي.
نوموړي زياته کړه: ((زموږ له کلي ارزنکارو کلي او چمتال ولسوالۍ ته سړک تللی دی، سیمه ايز پوليس مازيګر مهال پر دغه لاره کيني او له خلکو موټر سایکلونه او پیسې په زوره اخلي.))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP