مزارشريف (پژواک، ۱۸ لړم ۹۵): د بلخ ولايت اوسېدونکي وايي چې سيمه ييز پوليس په ځينو کليو کې د عشر او زکات په نوم غلې او پيسې ټولوي.
د ياد ولايت د ولايتي شورا وکيلان که څه هم د سيمه ييز پوليسو شتون د دغه ولايت په نسبي نا امنو ولسواليو کې اړين بولي؛ خو په بېلابېلو بڼو د دوی له خوا د خلکو د ځورونې په تړاو د ځينو پېښو پخلی کوي.
خو د بلخ امنيتي مسوولين د دغه ولايت د سيمه ييزو پوليسو له خوا د غير قانوني چارو ترسره کېدو ته د شک په سترګه ګوري.
دوی وايي چې سيمه ييز پوليس د خلکو د امنيت لپاره ګومارل شوي او خپله دنده په ښه توګه ترسره کوي.
د بلخ ولايت په چمتال، چاربولک او شولګر ولسواليو کې د ملي پوليسو تر څنګ ځای ځای سيمه ييز پوليس هم د امنيت د ساتنې په موخه پر دندو ګومارل شوي دي.
د چمتال ولسوالۍ د بارګاه، نوشار او امام صېب کليو يو شمېر اوسېدونکي د سيمه ييزو پوليسو له ځينو چلندونو خوښ نه دي.
د دې ولسوالۍ د بارګاه کلي اوسېدونکي محمد جمعه پژواک ته وويل چې سيمه ييز پوليس د وسله والو طالبانو پر وړاندې د امنيت د ټينګښت لپاره ګومارل شوي؛ خو ځيني په سیمه کې لکه طالبان داسې چلند کوي.
نوموړي زياته کړه: ((پخوا به طالبانو له موږ څخه د فصل د رسېدو پر وخت عشر ټولاوه او د زکات په نامه به يې په زوره پیسې اخيستې، اوس سيمه ييز پولیس دغه کارونه کوي.))
هغه وايي چې په سيمه کې د ملي پوليسو چلند تر ډېره د اندېښنې وړ نه دی؛ خو سيمه ييز پوليس د پوليس او د امنيت د ساتونکو په څېر چلند نه کوي.
د چاربولک ولسوالۍ د کندهاري سوريانو، علي اباد، اورناغه او نوی کوټ کليو ځيني اوسېدونکي سيمه ييز پوليس په ناقانونه کړنو تورنوي.
د يادې ولسوالۍ د نوي کوټ کلي اوسېدونکي فريد جان پژواک ته وويل چې سيمه ييز پوليس کله ناکله د لارشکونکو په څېر خلک لوټي.
نوموړي زياته کړه: ((زموږ له کلي ارزنکارو کلي او چمتال ولسوالۍ ته سړک تللی دی، سیمه ايز پوليس مازيګر مهال پر دغه لاره کيني او له خلکو موټر سایکلونه او پیسې په زوره اخلي.))
هغه وايي چې نږدې دوه مياشت وړاندې يې د دوی د کلي له يو ځوان څخه د موټرسايکل اخيستو کوشش کړی و چې هغه ترې تښتېدلی و.
فريد وويل، دوی وروسته معلومه کړه چې له ښايستې مودې غله نه، بلکې په خپله سيمه ييزو پوليس د عامو خلکو مخې ته د لارشکونکو په توګه راوځي.
د ولايتي شورا يو شمېر غړي هم وايي چې ځينې ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو د ناکاره چلندونو له امله په لوی لاس نا امنه شوې دي.
د بلخ د ولايتي شورا غړي محمد ابراهيم خيراندېش پژواک ته وويل چې په ځينو ولسواليو کې محلي پوليس او پاڅون کوونکي په خپل منځ کې وخت ناوخت جګړې کوي چې خلکو ته يې ستونزې پيدا کړې دي.
خو نوموړی زياته کړه: ((په يو شمېر سيمو کې سيمه ييز پوليس ډېر موثر واقع شوي، په سيمو کې يې امنيت راوستى او طالبان يې شړلي دي.))
هغه دا ومنله چې ځينو خلکو د سیمه ييزو پوليسو له خوا ورته شکايت کړی چې د عشر او زکات په نامه ترې پيسې او حاصلات ټولوي.
د بلخ مدني فعالان وايي چې د دغه ولايت په يو شمېر سيمو کې سيمه ييز پوليس له خلکو د عشر او زکات په نوم پيسې اخلي او زیاتوي چې د سيمه ييزو زورواکو له خوا يې ملاتړ کېږي.
د ولايتي شورا ځيني غړي هم وايي چې د بلخ یو شمېر ولسوالۍ د سيمه ييزو پولیسو په نوم وسله والو په لوی لاس نا امنه کړي دي.
خو د بلخ امنيه قوماندانۍ پر سيمه ییزو پوليسو د ناقانونه چارو په تړاو لګېدلي تورونه بې بنسټه بولي.
د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري پژواک ته وويل چې سيمه ييز پوليس په ډېرو کمو امکاناتو له ملي پوليسو سره يو ځای د سيمې د امنيت په موخه شپه او ورځ ستړي دي.
نوموړي زياته کړه: ((سيمه ييز پوليس هره ورځ شهيدان ورکوي، د همدې خلکو د امنيت او ارام ژوند لپاره؛ نو څنګه به په همدې خلکو بېرته ظلم وکړي.))
هغه وايي، وسله وال دښمن هڅه کوي چې د سيمه ييزو پوليسو په تړاو بې بنسټه خبرې وکړي او له خلکو سره يې واټن زيات کړي.
قادري وويل چې که چېرې بيا هم څوک د سيمه ييزو پوليسو له ناکاره چلند سره مخ کېږي او اسناد ولري؛ نو دوی به قانوني چلند وکړي.
نوموړي زياته کړه: ((پوليس د ۱۱۹ شمېره لري، چې هر څوک ورسره پرته له دې چې ځان معرفي کړي، په مستند ډول د هر چا د ناکاره او غير قانوني عمل په اړه پوليسو ته خبر ورکولی شي.))
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










