هرات ښار (پژواک، ٢٥ لړم ٩٥): د هرات مميز د خپل ځانګړي خوند په سبب په هېواد دننه او بهر ښه پېرونکي لري او سوداګر يې هر کال سلګونه ټنه د سيمې او نړۍ هېوادونو ته صادروي.
د دغه ولايت بڼوال وايي چې د هرات له انګورو ډېر مميز توليدېږي او هر کال ترې لسګونه ټنه د پلور لپاره بازار ته وړاندې کوي.
د ګذرې ولسوالۍ يوه بڼوال عبدالجبار رسولي د مميزو د پلور له اړخه د خپل عايد پر لوړوالي د خوښۍ څرګندولو تر څنګ پژواک ته وويل چې د انګورو او مميزو د پلور له درکه د کورنيو اقتصادي اړتياوې پوره کوي.
هغه زياته کړه: ((د مميزو د پلور بازار ډېر ښه دى، که چېرته له هېواده بهر ورته بازار وموندل شي، فروشات به يې زيات شي.))
په هرات کې د عزيزاحمد په نوم يوه بڼوال پژواک ته وويل: ((که چېرته ښه مميز توليد کړو او بازار ته يې وړاندې کړو، نو ښه پلور به ولري، خو د ټيټ کيفيت لرونکي مميز په بازار کې ټيټه بيه لري.))
د دغه بڼوال په خبره، اوسمهال هټيوال يو من مميز (٤ کيلوګرامه) مميز له کروندګرو په ٤٥٠-٥٠٠ افغانۍ اخلي.
له دې سره سره د هرات بڼوال پر دې باور دي چې که چېرته د افغانستان د مميزو د پلور لپاره په نړيوالو بازارونو کې زياته هڅه وشي، دوى به ډېره ګټه ترلاسه کړي.
دغه بڼوال زياتوي چې د انګورو د مميزو جوړولو لپاره نورې لارې هم شته چې انکور په بټيو کې له اېشولو وروسته په مميزو بدلوي.
په هرات کې د مميزو د اېشولو بټۍ مشر شهاب الدين وايي چې هره ورځ ٢٠ ټنه ميراحمدي، خليلي او فخري انګور د مميزو اېشولو بټيو کې پر انګورو بدلوي.
د شهاب الدين په خبره، په بټيو کې وچ شوي مميز په بهر کې ښه بازار لري او هر کال لسګونه ټنه هند او د سيمې نورو هېوادونو ته صادرېږي.
خو شهاب الدين د هرات د کرنې برخې له چارواکو شکايت وکړ چې د مميز توليد کې همکاري نه کوي.
شهاب الدين وويل چې په يوه کال کې يې دوې بټۍ فعالې دي، فخري، مير احمدى او خليلي انګور لومړى د شنه والي لپاره له هغو موادو سره چې اهک او اخشار دى ګډوي او په بټيو کې يې تر وچېدو وروسته د څو ورځو لپاره لمر ته غوړوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن