کابل (پژواک، ٢٧ لړم ٩٥): د ټاکنو خپلواک او د ټاکنيزو شکايتونو کميسيونونو له نوماندانو سره د مرکو لړۍ پاى ته رسېدلې او غړي يې ټاکل شوي دي.
د ولسمشرۍ د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، ياده لړۍ چې د لړم مياشتې په ٢٤ مه نېټه په ارګ کې پيل شوې وه، پرون بشپړه شوې ده.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د ټاکنيزو کميسيونونو له نوماندانو سره مرکې، د ولسمشر محمد اشرف غني، د ولسمشر دويم مرستيال محمد سرور دانش، د حکومت اجراييه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، د لوى څارنوال فريد حميدي، د سترې محکمې د عالي شورا غړي محمدزمان سنګري او پر اساسي قانون د څار کميسيون مشر محمدقاسم هاشمزي په شتون کې په تېرو درېيو ورځو کې په پوره روڼ ډول ترسره شوې دي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ دفتر زياته کړې، ټاکل شوې د ټاکنيزو کميسيونونو د نوو غړو نوملړ چې د يادې لړۍ په ترڅ کې ټاکل شوي؛ په نږدې راتلونکي کې اعلان شي.
د يادو نوماندانو نهايي نوملړ د غوراوي کمېټې له لوري، چې د بشر حقونو خپلواک کميسيون، د اساسي قانونن پر پلي کولو د څار کميسيون او قضا غړي او د ښځو له حقونو د مدافع بنسټونو او پر ټاکنو د څارنې بنسټونو د مدنې ټولنې دوه غړي يې غړيتوب لري، ولسمشرۍ ماڼۍ ته سپارل شوى و.
ولسمشر محمد اشرف غني ويلي، چې د ټاکنيزو کميسيونونو د نوماندانو د نوملړ نهايي کېدل؛ د ټاکنو د ترسره کولو برخې ته د رسېدو لپاره مهم ګام دى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP