Language

کابل کې د کورش، سامبو او دویزې غیږنیونې نړۍوالې سیالۍ ترسره کېږي

کابل (پژواک، ۳۱ وری ۱۴۰۵): د المپیک، بدني رونې او سپورټ عمومي رییس وایي چې په کابل کې د سلو کورنیو او ۶۰ بهرنیو ورزشکارانو په ګډون د کورش، سامبو او دودیزې غېږنیونې نړۍوالې سیالې ترسره کېږي.

د المپیک، بدني روزنې او د سپورټ عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې درې ورځې وروسته په کابل کې د ۷ هېوادونو، لکه د اوزبېکستان، قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان، ايران، ترکيې او افغانستان ترمنځ  د کورش، سامبو او دوديزې غېږنيونې نړۍوالې لوبې ترسره کېږي.

هغه زیاته کړې، په دې لوبو کې ۶۰ بهرني او ۱۰۰ داخلي ورزشکاران او پهلوانان برخه اخلي.

نوموړي لیکلي چې یادې سیالۍ به درې ورځې دوام وکړي.