Language

“د ډيورنډ پر  فرضي کرښې د رسمي پولې په څېر مراسم هيڅکله نه منو”

کندهار (پژواک، ٣٠ لړم ٩٥): د کندهار چارواکي او د ډيورنډ کرښې د دواړو غاړو اوسېدونکي د پاکستان هغه تحرکات د افغانستان د خاورې د تماميت خلاف ګڼي او وايي دغه ډول مراسم په هيڅ توګه د منلو نه دي.

وړمه ورځ د سپين بولدک- چمن پر لويه لاره ډيورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستان له خوا د بيرغ پورته کولو مراسم جوړ شوي وو چې په کې د دغه هېواد د پوځي چارواکو تر څنګ د چمن ځايي اوسېدونکو هم ګډون کړى وو.

په دغو مراسمو کې د پاکستان د سرحدي ځواک مشرانو ويلي وو چې نور به د سپين بولدک- چمن لاره د رسمي پولې په څېر په پوځي مراسمو پرانيستل کېږي او تړل کېږي.

پاکستان دغه ډول مراسم له هندوستان سره پر واګه پوله هم تر سره کوي.

خو د کندهار چارواکي او د کرښې د دواړو غاړو اوسېدونکي پر ډيورنډ کرښه د پاکستان دغه ډول تحرکات د افغانستان د خاورې د تماميت خلاف ګڼي او وايي دغه ډول مراسم په هيڅ توګه د منلو نه دي.

د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضيا دراني پژواک خبري اژانس ته ومنله چې پاکستاني لوري پر ډيورنډ کرښه دغسې مراسم جوړ کړي وو.

هغه زياته کړه : ((د پاکستان دغه راز تحرکات په هيڅ توګه د منلو وړ نه دي او افغانستان به کله هم له دوى سره دا و نه مني چې د سپين بولدک- چمن لار دې هره ورځ په پوځي مراسمو پرانيستل شي او وتړل شي.))

د ده په وينا، پاکستاني لوري دغه مراسم په يواځې توګه په خپله ساحه کې تر سره کړي دي.

څو مياشتې وړاندې چې پاکستان د سپين بولدک- چمن لاره تړلې وه، نو د بيرته پرانيستلو لپاره يې د نورو تر څنګ يو شرط دا و چې دغه لار بايد د رسمي پولې په څېر هره ورځ د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو له خوا په پوځي مراسمو پرانيستل شي او وتړل شي.

په سوېل کې دغه مهمه ترانزيټي لار د روان کال د زمري مياشتې په ٢٨مه د پاکستاني لوري له خوا د دوو اوونيو لپاره په دې پلمه وتړل شوه چې ګواکې افغانانو د دغه هېواد بيرغ سوځولى دى.

دى وايي، د پاکستاني لوري له خوا د اوږد مهال لپاره د يادې شوې لارې د بندېدو يو لامل دا و چې پاکستان غوښتل په افغان لوري فشار راوړي چې دغه لاره به د رسمي پولې په څېر په پوځي مراسمو پرانيستل کېږي.

خو د ده په خبره، افغانستان له پاکستان سره د هغوى دا شرط و نه مانه او بالاخره اړ شول چې لاره پرانيزي.

login or register a new account.

Related Topics