Language

کندهار کې د پوليسو خپلمنځي نښتې له امله ٨ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

کندهار ښار(پژواک،٤ليندۍ٩٥): په کندهار ښار کې د پولسو تر منځ لفظي شخړه او بيا يې تر منځ نښته شوې چې په پايله کې يې څلور پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

پېښه نن ماپښين د ٢:٣٠ بجو په شاوخوا کې د کندهار ښار د نهمې امنيتي حوزې په ساحه کې شوې ده.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پېښه تاييد کړه، خو ويې ويل چې د مرګ ژوبلې او موضوع د څرنګوالي په اړه به وروسته معلومات ورکړي.

خو يوې باوري امنيتي سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل، پېښه د نهمې امنيتي حوزې او د ډنډ ولسوالۍ د يوې پوستې د پوليسو تر منځ شوې ده.

دغه سرچينه زياتوي، لومړى د پوليسو تر منځ لفظي شخړه شوې او وروسته نښته رامنځته شوې چې له دواړو لورو څخه په کې څلور تنه پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

يادې شوې سرچينې هم په دې اړه معلومات ور نه کړل چې موضوع اصلاً پر څه پېښه شوې ده.

د کندهار د ميرويس روغتون يوه ډاکټر چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي پژواک اژانس ته وويل چې دوى ته څلور جسدونه او څلور ټپيان ور وړل شوي چې ټول ملي پوليس دي.

په تېر کې په کندهار کې ورته نورې پيښې هم شوې، خو له اوږدې مودې راهيسې دا لومړى ځل دى چې د پوليسو تر منځ خپلمنځي نښته کېږي او دوى ته په کې مرګ ژوبله اوړي.

login or register a new account.

Related Topics