کابل(پژواک، ۸ ليندۍ، ۹۵): د ملي امنيت رياست وايي، د داعش ډلې اړوند دوه تنه چې د ځانمرګي بريدونو د زده کړې لپاره ننګرهار ته استول کېدل، نيولي دي.
له ملي امنيت رياست څخه پژواک خبري اژانس ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي، د داعش ډلې غوښتل چې ياد دوه تنکي ځوانان د ځانمرګو او انفجاري بريدونو د زده کړې لپاره ننګرهار ته واستوي.
په خبرپاڼه کې د نيولو شويو کسانو نومونه جليل احمد د سيداحمد زوی او حامد د امين الله زوی ښودل شوي دي.
د سرچينې په وينا، ياد کسان دکابل ښار په پنځمه امنيتي حوزه کې نيول شوي دي.
سرچينه زياتوي، نيول شويو کسانو اعتراف کړی چې د هرات ولايت په کرخ ولسوالۍ کې د داعش د ډلې دتبليغاتو مسوول ملاعبداللطيف لخوا داعش ډلې ته جذب شوي و.
login or register a new account.