ښرنه (پژواک، ١٠ ليندۍ ٩٥): د پکتیکا امنیتي چارواکي وایي چې سرتېرو یې يو ځانمرګی د چاودېدونکو توکو له ډک واسکټ سره نيولی دی.
د یاد ولایت امنیه قوماندان پاسوال خلیل الله ضیايي د ليندۍ په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ځانګړو ځواکونو په ښرنې ښار کې يو ځانمرګى بريد کوونکی نيولى دى.
هغه زياته کړه: ((دغه کس تېره شپه په داسې حال کې نيول شوى چې غوښتل يې د خاصو ځواکونو د مشر عزيزالله پر کاروان ځانمرګى وکړي.))
په پکتیکا کې د ځانګړو ځواکونو قوماندان عزیزالله کاروان هم پژواک ته وویل چې دغه کس د چاودېدونکي توکو له واسکټ سره یو ځای د دوی د ځواکونو له لوري د ښرنې ښار په یو هوټل کې نيول شوى دى.
دی وايي چې تر دې وړاندې هم دوی د سیمې د خلکو په مرسته دې ته ورته بریدونه او پلانونه شنډ کړي دي.
د عبدالباري په نوم دغه نیول شوی کس چې د پکتیا اوسېدونکی دی د رسنیو پر وړاندې وویل چې په پاکستان کې تر زده کړو وروسته د ځانمرګو بریدونو په برخه کې ټرینينګ شوی هم دی.
هغه زياته کړه: ((زه ښرنې ته د دې لپاره راغلم چې د عزيزالله پر موټرو ځانمرګى وکړم.))
تر دې وړاندې هم د پکتیکا د ځانګړو ځواکونو پر مشر عزیزالله باندې د ورته بريدونو پلانونه جوړ شوي وو، خو تر عملي کېدو وړاندې شنډ شوي دي.
login or register a new account.