Language

کندهار (پژواک، ٢٤ ليندۍ ٩٥): د کندهار امنيتي چارواکي هغه ادعاوې ردوي چې ګوندې د پوليسو يوقوماندان په زېړۍ ولسوالۍ کې له يوه کوره نجلۍ په زوره بيايي او زياتوي چې هغوى د يوه قاتل پوليس  د نيولو لپاره چاپه اچولې وه.

له تېرو دوو ورځو راهيسې په ټولنيزو رسنيو کې يوه ويډيو خپره شوې چې د کندهار د پوليسو يو قوماندان په شخصي جامو کې له خپلو سرتېرو سره يو ځای پر يوه کور چاپه وهي او د يوه چا د بېولو هڅه کوي.

په دې ويډيو کې د پوليسو تر څنګ د کورنۍ غړي او ماشومان هم تر سترګو کېږي، خو دا نه معلومېږي چې اصلي موضوع څه ده.

دغه ويډيو چې تېره ورځ خپره شوې، بېلابېل غبرګونونه يې پارولي او خلکو ورباندې بېلابېلې تبصرې کړې دي.

ځينو ليکلي چې په دې ويډيو کې د ژېړۍ ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو يو ځايي قوماندان شمس الله ليدل کېږي چې يوه ښځينه په زور بيايي.

خو د کندهار امنيتي مسوولين د خلکو دا تبصرې ردوي او وايي اصلي موضوع دا ده چې پوليیس پر دې کور د چاپې پر مهال يو سرتېری نيسي چې پر ملکي وګړو يې ډزې کړې وې.

په خپله شمس الله چې په ژېړۍ ولسوالۍ کې د پوليسو ځايي قوماندان دی او په دې ويډيو کې د چاپې وهلو په حال کې ښکاري پژواک خبري اژانس ته داسې وويل: ((دا موضوع پنځلس ورځې وړاندې د ژېړۍ ولسوالۍ په سرټک سيمه کې رامنځته شوې ده.))

هغه زياته کړه، هغوی پر کور  چاپه نه ده وهلې، بلکې د هغه سرتېري د نيولو هڅه يې کوله چې پر ملکي وګړو يې ډزې کړې وې او هغوی يې ټپيان کړي وو.

د ده په وينا، دغه سرتېری ګل احمد نومېږي او د يوې امنيتې پوستې له قوماندان اسدالله سره له تېرو دوو کلونو راهيسې سرتېری و، ده پر دوو ملکي وګړو چې پر موټرسايکل سپاره وو ډزې کړې وې او هغوی يې ټپيان کړي وو.

دی وايي، په خپله ګل احمد تښتېدلی و، خو دوی د پوستې قوماندان اسدالله نيولی او بندي کړی و، له لسو ورځو وروسته پوليس معلومات تر لاسه کوي چې تښتېدلی سرتېری کور ته راغلی، پوليس پسې ورځې او غواړي ويې نيسي.

نوموړی وايي، کله چې پوليس د سرټک سيمې ته ځي نو ګل احمد ويني چې په خپله ځمکه کې په کار بوخت دی، هغوی د ده د نيولو هڅه کوي، خو هغه تښتي او په کور کې پټېږي.

دغه ځايي قوماندان وايي، پوليس مجبور شول چې د ګل احمد د نيولو په خاطر د هغوی کور ته ورشي، ځکه مور او پلار يې هغه د خونې په تشناب کې پټ کړی و.

login or register a new account.

Related Topics