Language

“دا ځل به ولس د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې لپاره منځګړتوب کوي”

کندهار (پژواک، ٢٧ ليندۍ ٩٥): په کندهار کې د شاوخوا لسو ولایتونو قومي مشران، روڼ اندي، دیني عالمان او د مدني ټولنو استازي راټول شوي وو، څو د حکومت او وسله والو تر منځ د سولې لپاره منځګړیتوب وکړي او د دواړو لورو تر منځ بین الافغاني خبرو ته لار خلاصه کړي.

دا غونډه چې د ليندۍ په ٢٧مه، د کندهار ښار په عینو سالون کې جوړه شوې وه په کې د سولې په اړه د نظرونو تبادله وشوه، په ګروپي بڼه بحثونه وشول او پایلې به یې سبا په یوه بله لويه غونډه کې له رسنیو او خلکو سره شریکه شي.

د غونډې یوه سمبالوونکي حاجي عطاالله صادق شاغاسي دغې ناستې ته د یوه ولسی خود جوشه حرکت نوم ورکړ چې د سولې لپاره به منځګړیتوب کوي او بین الافغاني خبرو ته به لاره هواروي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، دی په خپله په کوم ګوند پورې تړلی نه دی او نه هم دا د کوم ګوند سیاسي فعالیت دی، بلکې دلته د هېواد له لسو د ډېرو ولایتونو خلک راټول شوي چې د جګړې پر عواملو بحث وکړي او تصمیم ونیسي چې دوی د سولې لپاره څه کولای شي.

دی وايي، په دې غونډه کې د کندهار، هلمند، اروزګان، زابل، فراه، نیمروز، غور، هرات، بامیان او ګڼو نورو ولایتونو ولسي مشرانو، روڼ اندو، مدني فعالانو او ديني عالمانو ګډون کړی دی.

د ده په خبره، د دغسې یوه حرکت د پیلولو انګېزه هغه مهال ورسره پیدا شوه چې څه موده وړاندې د هلمند او اروزګان جګړه ځپلي خلک کابل ته ورغلي وو.

شاغاسي زیاته کړه: ((همالته مو له خلکو سره د لیدلو پر مهال پرېکړه وکړه چې د سولې لپاره به یو ولسي حرکت پیلوو چې د حکومت او وسله والو تر اغېز لاندې نه وي او په بې طرفه توګه د دواړو لورو تر منځ منځګړیتوب وکړي او بین الافغاني خبرو ته لار خلاصه کړي.))

ده وویل، کلونه کېږي چې خلک د جګړې په اور کې سوځي، نور دا حالت د زغملو نه دی.

نوموړي یادونه وکړه چې سبا به په یوه بله لويه غونډه کې د نننۍ غونډې پایلې له ولس او رسنیو سره شريکوي.

د سياسي چاروکارپوه وحید مژده چې له کابل څخه دې غونډې ته راغلی و، وویل نن په کندهار کې راټول شوي څو له روان ناورین څخه د وتلو لپاره نظرونه، غوښتنې او وړانديزونه شریک کړای شي.

ده یادونه وکړه چې دغه حرکت له پخوانیو هغه سره توپیر لري، دا ځل په خپله ولس را پورته شوی چې باید بې طرفه پاتې نه شي، حکومت، طالبانو او بهرنیانو ته ووايي چې موږ سوله غواړو.

نوموړي دغه بهیر ته د ولسي پاڅون نوم ورکړ او ويې ویل، دا د کومې سیاسي ډلې لپاره کمپاین نه دی، بلکې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه مشران، روحانیون او مدني فعالان راغلي چې د سولې لپاره پر یوه داسې طرحه کار وکړي چې اغېزناکه وي.

login or register a new account.

Related Topics