کندهار (پژواک، ٧ مرغومى ٩٥): د ترکيې سفیر کندهار ته سفر وکړ او په دغه ولايت کې یې د ویزې ورکولو څانګه پرانیسته.
په دې اړه نیول شوو مراسمو کې د ترکیې د سفیر علي سید اکین تر څنګ د کندهار والي ډاکټر محمد همایون عزیزي، د ولایتي شورا غړو، قومي مشرانو او سوداګرو ګډون کړی و.
چارواکو په کندهار کې د ترکیې له خوا د ویزې ورکولو د مرکز د پرانیستنې هرکلی وکړ او یادونه يې وکړه چې د دغه مرکز په پرانیستل کېدو سره به د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګریزې اړیکې نورې هم وغوړېږي او د سوېلي زون سوداګرو ته به اسانتیاوې برابرې شي.
د کندهار والي ډاکټر محمد همایون عزيزي وویل، د افغانستان او ترکیې اړیکې ډېرې پخوانۍ دي او د دوی هڅه دا ده چې دغه اړیکې نوره هم پراختیا ومومي.
هغه ډاډ ورکړ چې ولایتي اداره به د ترکيې د ویزې ورکولو د څانګې د امنیت په ساتلو او کاري اسانتیاوو په برابرولو کې مرسته کوي.
نوموړي هیله وښوده چې د یادې څانګې په پرانیستلو سره به د دواړو هېوادونو تر منځ سیاسي، سوداګریزې او اقتصادي اړیکې نورې پیاوړې شي.
عزیزي غوښتنه وکړه چې د افغانستان او ترکيې هېوادونو سوداګر دې په ګډه په دواړو هېوادونو کې ګډه پانګونه وکړي.
ملي سوداګر او پانګه وال محمود کرزي له ترکيې وغوښتل چې په کندهار کې دې د یوه مجهز او پرمختللي روغتون پر جوړولو پانګونه وکړي، څو افغانان اړ نه شي د درملنې لپاره بهر ته سفر وکړي.
هغه دغه راز زیاته کړه، د ترکیې سوداګر دې له افغان سوداګرو سره په معیاري بڼه د مېوو د وچولو او بسته بندۍ په برخه کې ګډه پانګونه وکړي، څو افغان سوداګر وکړای شي د خپل هېواد وچه مېوه په ډېره معیاري توګه بهر ته صادر کړي.
کرزي له ترکیې مننه وکړه چې د دغه ولایت د سوداګرو او خلکو غوښتنه يې ومنه او دغلته یې د ویزې ورکولو څانګه پرانیسته چې له مخې به یې د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګریزې اړیکې پراخې شي.
د کندهار د ولایتي شورا رییس حاجي سید جان خاکرېزوال ترکیه یوه پرمختللی هېواد وګاڼه او ویې ویل دغه هېواد کولای شي د کرنې د ودې په برخه کې له افغان کروندګرو او باغ لرونکو سره د خپلو تجربو په شریکولو او د هغوی په روزلو کې مرسته وکړي.
د ترکيې سفیر علي سید اکین هم وویل چې ترکیه او افغانستان د تاریخ په اوږدو کې دوه ډېر نژدې دوست هېوادونه پاتې شوي او معاصرې اړیکې یې د غازي امان الله خان له وخته پیل شوي.
login or register a new account.