Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د فراه په پشترود کې وسله والو او امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

فراه (پژواک، ١٠ مرغومی ۹۵): د فراه مسوولين وايي، په پشترود ولسوالۍ کې د طالبانو د یوه برید په ترڅ کې پولیسو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د فراه د والي وياند محمد ناصر مهري پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه ۱۱ بجې ګڼ شمېر طالبانو د پشترود ولسوالۍ د مساو په دوه لاره کې د ملي پولیسو پر یوې پوستي برید وکړ.

ده زياته کړه، په دې نښته کې شپږ طالبان او دوه ملي پوليس وژل شوي، پنځه وسله وال او څلور پوليس ټپيان دي.

د هغه په وينا چې دې جګړې د شپې تر ٣ بجو پورې دوام درلود او وروسته طالبان له سيمې وتښتېدل.

د مساو کلي اوسېدونکی عبیدالله بیا وايي، پر دې پوستې بريد کې د پوستې ټول ١١ عسکر وژل شوي او طالبانو د پوستې ټول مهمات او تجهيزات هم له ځان سره وړي دي.

دى زياتوي، طالبان هم په دې جګړه کې تلفات لري، خو په اړه يې کره معلومات نه لري.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.