ژبه

غزني کې ۲۳۱ کیلوګرامه تریاک کشف او ترلاسه شوي

واحدالله جمعه زاده

۲۶ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۱۳:۲۶

Views: ۳

غزني‌ښار (پژواک، ۲۶ غبرګولي ۱۴۰۵): د غزني امنیه قومانداني وایي چې امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې څلور کسان له ۲۳۱ کیلوګرامه تریاکو سره نیولي دي.

د غزني د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې یاد ۲۳۱ کیلوګرامه نشه‌یي توکي د لویو لارو ساتونکو ځواکونو د غزني ښار اړوند د روضې کوتل په امنیتي چک‌پاینټ کې نیولي دي.

سرچینه زیاتوي چې نیول شوي توکي په دوو موټرو کې ځای پر ځای شوي وو او له بلخ ولایته په قاچاقي ډول هلمند ته لېږدول کېدل.

امنیې قوماندانۍ لیکلي چې د دغه قاچاق په تړاو څلور کسان له یو میل وسلې سره نیول شوي دي.