غزني ښار (پژواک، ١٨ مرغومى ٩٥): په غزني کې د وروستيو جګړو له امله له بېځايه شوو سلګونو کورنيو سره نغدي مرستې وشوې.
د مرغومي په ١٨مه د دې مرستو د وېش پر مهال د غزني د کډوالو چارو رييس عبدالخالق احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په غزني ښار کې د بېلابېلو ولسواليو له ٣٤٢ کورنيو سره نغدي مرستې وشوې.
هغه وايي چې له هرې کورنۍ سره ١٠٣٠٠ افغانۍ مرسته وشوه او دغه مرستې د ريليف موسسې له خوا شوې دي.
د هغه په وينا، په غزني زرګونه ورته کورنۍ دي چې د جګړو له امله بې ځايه شوې دي او اوسمهال مرستو ته اړتيا لري.
يو تن مرسته اخيستونکي محمد انور پژواک ته وويل: ((موږ له ګيرو ولسوالۍ څخه راغلي يو، هلته ډېر جنګ وو هره ورځ خلک مړه کېدل.))
که څه هم محمد انور يادو مرستو ته خوښ دى خو وايي: ((په دې به يوازې لرګي او وړه وشي، زموږ ټول شيان په کلي کې پاتې دي، هېڅ هم نه لرو دا موږ ته بسنه نه کوي.))
يوه بل بېځایه شوی علي محمد پژواک ته وويل چې زرګونه کورنۍ د جګړې له وېرې بې ځايه شوې دي خو تر اوسه ورسره اړينې مرستې نه دې شوې.
هغه وايي چې حکومت بايد له دې ټولو بې ځايه شوو کورنيو سره اړينې مرستې وکړي کنه په ژمي کې به له سختو ستونزو سره مخ شي.
په غزني د مدنې ټولنې غړي محمد کاظم رسولي پژواک ته وويل چې له بې ځايه شوو کورنيو سره د مرستې په برخه کې حکومت ناکام و.
د هغه په اند: ((مرستې مستحقينو ته نه ورکول کېږي، د مستحقينو په نوم مرستې د حکومتي کسانو او يا د هغه کسانو خپلوانو ته ورکول کېږي چې دغه سروې يې کړې وي.))
د غزني د کډوالو چارو رياست د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې نږدې څلورنيم زره کورنۍ د جګړو له امله بې ځايه شوې دي.
login or register a new account.