لښکرګاه پژواک،٢٠مرغومی۹۵): د هلمند يو شمېر امنيتي مسوولين چې د نشه يي توکو په قاچاق او نورو ناوړه کارونو کې لاس درلود، نيول شوي او د پاتې نورو په اړه يې پلټنې روانې دي.
دغه څرګندونې د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال اقانور کينتوز د مرغومي په٢٠ د يوې خبرې غونډې پرمهال په مرکز لښکرګاه کې وکړې.
هغه وويل چې له تېر يوه کال راهيسې د هلمند د پوليسو په ليکو کې د پام وړ اصلاحات رامنځته شوي چې له امله يې امنيتي ساحه هم پراخه شوې ده.
د ده په وينا، د پوليسو هغو مسوولينو چې د نشه يي توکو په قاچاق او نورو ناوړه کارونو کې لاس درلود، نيول شوي او د پاتې نورو په اړه پلټنې روانې دي.
ده وويل: (( ځينو پوليسو په قاچاق کې لاس درلود، ځينو کسانو په پوستو کې کم عمره ماشومان ساتلي وو چې ددې ټولو مخه اوس نيول شوې ده.))
خو هغه په دې اړه نه د چا نوم ياد کړ او نه يې هم کومه مشخصه شمېره په ګوته کړه.
کينتوز وايي چې په دغه ولايت کې له سنګين، مارجې او کجکي ولسواليو پرته په نورو سيمو کې د خيالي پوليسو مخه هم نيول شوې ده.
دغه راز هغه وويل چې د لښکرګاه ښار د دويمې او درېيمې حوزو ترڅنګ د هلمند- کندهار لويه لار هم امنه شوې ده.
قوماندان وايي چې اوسمهال د پوليسو د تشکيل په برخه کې کومه ځانګړې ستونزه نه لري ، ځکه ٩٥ سلنه تشکيل يې پوره دى.
ده وويل چې پوليس چمتو دي ترڅو له ملي اردو سره يوځاى د ځينو سيمو د بېرته نيولو لپاره عمليات وکړي.
د يادو څرګندونو په اړه د هلمند د ولايتي شورا مرستيال عبدالمجيد اخندزاده وويل چې د امنيتي ځواکونو تېرو عملياتو هيڅ پايله نه درلوده او د طالبانو فشارونه نور هم ډير شوي دي.
اخندزاده وايي چې په هلمند کې د امنيت ټينګښت د حکومتي مشرانو جدي پاملرنې ته اړتيا لري.
login or register a new account.