Language

د کندهار د مرستیال والي جنازه خاورو ته وسپارل شوه

کندهار (پژواک ٢٦ مرغومى ٩٥): د کندهار د مرستیال والي عبدالعلي شسمي جنازه نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې خاورو ته وسپارل شوه.

د نوموړي د جنازې په مراسمو کې د کندهار د ولایتي ادارې د ملکي او نظامي مسوولینو، د ولایتي شورا غړو، قومي مشرانو، دیني عالمانو او مدني فعالانو ګډون کړی وو چې شمېر یې سلګونو ته رسېده.

عبدالعلي شمسي د مرغومي په ۲۱مه د کندهار ولايت په مېلمستون کې د چاودنې له امله د بهرنیو چارو د رییس شاه احمد سعید، په امریکا کې د افغان دیپلوماټ ډاکټر یما قریشي، په ولسي جرګه کې د جوزجان د خلکو استازي يار محمد جوزجاني، په مشرانو جرګه کې د فارياب سناتور سراج الدين سفري او پنځو بهرنيو ديپلوماټانو او د هغوی له افغان ژباړن سره یو ځای وژل شوی و.

په دې پیښه کې د ۱۱ تنو د وژل کېدو تر څنګ ۱۸ نور ټپیان شوي وو چې د کندهار والي ډاکټر محمد همایون عزیزي او په کابل کې د عربي متحده اماراتو سفير جمعه محمد عبدالله الکعبي هم په کې شامل وو.

د شمسي د جنازې مراسم نن ماسپښین ۲ بجې د کندهار ښار په عیدګاه کې تر سره شول او جسد یې د هغوی په پلرنۍ هدیره (د کندهار ښار په لوېدیځه څنډه میرویس مېنه) کې خاورو ته وسپارل شو.

دا چې په پېښه کې د مرستیال والي جسد ډېر سوځېدلی و، نو له (ډي این اې) ټیسټ وروسته یې تېره ورځ کورنۍ ته وسپارل شو.

د کندهار د ولایتي چارو لنډ مهاله مسوول او د دې ولایت مالي او اداري رییس عبدالحنان منیب وویل، د مرستیال والي عبدالعلي شمسي او د هغه د ګڼو نورو همکارانو او بهرنيو مېلمنو وژنه لویه ضایعه ده چې ټول خلک یې غمجن کړي دي.

هغه زیاته کړه، شمسي هېواد او خلکو ته ژمن دولتي مسوول و چې د خلکو د ښېګڼې لپاره یې شپه او ورځ پر ځان یوه کړې وه او په همدې لاره کې یې ژوند له لاسه ورکړ.

نوموړي او د جنازې ټولو برخه والو په دې پېښه کې د وژل شوو مسوولینو اروا ته دعا وکړه او ټپیانو ته یې له خدایه بېړنۍ روغتیا وغوښته.

بل خوا د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وویل چې لا هم د کندهار د پېښې څېړنه روانه ده او وروستۍ پایلې یې لا څرګندې شوې نه دي.

تر دې مهاله د دغې پېښې د څېړلو لپاره د ملی امنیت شورا، کورنیو چارو وزارت او عربي اماراتو پلاوي کندهار ته راغلي، خو د پایلو په اړه یې رسنیو ته هيڅ معلومات نه دي ورکړل شوي.

خپلواک زیاته کړه، همدا نن د ولسمشر په حکم یو بل پلاوی هم کندهار ته راغلی چې د بېلابېلو ادارو استازي په کې شامل دي.

login or register a new account.