Language

د کندهار پېښې د څېړنې لپاره يو بل پلاوى کندهار ته لاړ

کندهار (پژواک ٢٦ مرغومى ٩٥): ولسمشر د کندهار د پېښې د هر اړخیزې څېړنې په موخه د خپل سلاکار محمد داوود ګلزار په مشرۍ یو پلاوی ګومارلی چې همدا نن ماښام دې ولایت ته را ورسېد.

د دغه پلاوي په ترکیب کې د ګلزار تر څنګ، د اجراييه ریاست، دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت، د ملي امنیت ریاست، مشرانو جرګې، ولسي جرګې، د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې، لویې څارنوالۍ او د جمهوري ریاست اړوند د اداره امور استازي شامل دي.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاد شوی پلاوی همدا نن ماښام کندهار ته را ورسېد.

هغه زیاته کړه، دغه پلاوی به د کندهار د پېښې د هر اړخیزې څېړنې تر څنګ د پېښې د قربانيانو او ټپیانو له کورنیو سره نقدي مرسته هم وکړي چې ۳۰ میلیونه افغانۍ ورته ځانګړې شوې دي.

دی وايي: ((ولسمشر دغه پلاوي ته لارښوونه کړې چې د اړوندو امنیتي ادارو، ولایتي شورا او قومي مشرانو په همکاري د پېښې څېړنه په مسلکي او تخنیکي توګه وکړي او پایله یې ډېر ژر له جمهوري ریاست سره شریکه کړي.))

خپلواک یادونه وکړه چې تر دې وړاندې د پېښې د څېړلو لپاره د ملی امنیت شورا، کورنیو چارو وزارت او عربي اماراتو پلاوي هم کندهار ته راغلي دي.

خو د پایلو په اړه یې رسنیو ته هيڅ معلومات نه دي ورکړل شوي.

ده وویل، د څېړنو تر بشپړېدو وروسته به د پېښې د څرنګوالي پایلې په ډاګه شي.

څو ورځې وړاندې د ملي منیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر ویلي و چې د دغې پېښې له نښو نښانو ښکاري چې زموږ پر خلکو او مېلمنو دغه برید د افغانستان د بهرنیو دښمنانو په مرسته تنظیم شوی دی.

نوموړي په څرګنده څوک مشخص نه کړل، خو ویې ویل، څو ورځې نور انتظار په کار دی چې د دغې پېښې څېړنه په علمي او تخنیکي ډول وشي او اصلي ريښې ته يې ورسېږي.

نوموړي ویلي و، مهمه پوښتنه دا ده چې چاودېدونکي توکي تر دې ځایه څنګه رسېدلي چې د څېړنې په ترڅ کې به ورته ځواب وموندل شي.

د یادونې ده چې د مرغومي په ۲۱مه د ماښام په شاوخوا ۷ بجو د کندهار ولایت مقام د حرمسرای په مېلمستون کې، په داسې حال کې چاودنې وشوې چې د عربي اماراتو سفیر جمعه محمد عبدالله الکعبي د دغه هېواد له یو شمېر دیپلوماټانو سره کندهار ته راغلی و او د والي مېلمانه وو.

login or register a new account.

Related Topics