پل علم(پژواک،٥سلواغه٩٥): حکومتي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د لوګر او ميدان وردګو ترمنځ سيمه کې ګمرګ جوړ کړى او له موټرو څخه پيسې اخلي خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.
د لوګر د بره کي برک ولسوال محمد رحيم امين د سلواغې په ٥مه پژاوک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو د ميدان وردګو ولايت د سيد اباد ولسوالۍ په تنګي سيمه کې ګمرک جوړ کړى دى.
تنګى د لوګر د بره کي برک او د ميدان وردګو ولايت د سيداباد ولسوالۍ ترمنځ سيمه ده.
د امين په وينا، طالبانو په دې سيمه کې ګمرک جوړ کړى او له هر تېرېدونکي موټر څخه پيسې اخلي.
ولسوال وايي چې هره ورځ له کندهار ولايت څخه پر دې لاره شاوخوا ١٥ لوى او نور واړه موټر کابل ته ځي او طالبانو ته ګمرکي محصول ورکوي.
ده زياته کړه: (( له غټو موټرو څخه لس زره خو که مبلايل په کې باور وي بيا ترې ١٢ زره افغانۍ اخلي، خو خلاصه دا چې هر موټر ته ګوري او په هماغه کچه پيسې ترې اخلي.))
د لوګر د والي وياند سليم صالح هم ياده موضوع تاييد کړه او ويې ويل چې يوه مياشت وړاندې طالبانو دغه ګمرک د بره کي برک ولسوالۍ په جوګي سيمه کې جوړ کړى وو.
هغه وايي: (( کله چې امنيتي ځواکونه پرې خبر شول سيمې ته ورغلل او طالبان يې له دې سيمې څخه په شاه کړل.))
د اړوندې موضوع په اړه د ميدان وردګو د والي وياند عبدالرحمن منګل هم پژواک ته وويل چې د سيداباد ولسوالۍ په تنګي سيمه کې طالبانو ګمرک جوړ کړى دى.
ده وويل: (( د تنګي سيمه يو څه نا امنه ده، خو د طالبانو د دې ګمرک په اړه تر اوسه چا موږ ته رسمي شکايت نه دى کړى.))
د منګل په وينا، د ميدان وردګو او لوګر ولايتونو چارواکي پلان لري چې ډير ژر په دغه سيمه کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې عمليات وکړي.
پژواک د ياد شوي ګمرک د محصول پاڼې يوه کاپي هم تر لاسه کړې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP