منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۶ غ.م
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

چارواکي : طالبانو د لوګر او ميدان وردګو ترمنځ تنګي سيمه کې ګمرګ جوړ کړى

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۶ کتنې

پل علم(پژواک،٥سلواغه٩٥): حکومتي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د لوګر او ميدان وردګو ترمنځ سيمه کې ګمرګ جوړ کړى او له موټرو څخه پيسې اخلي خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

د لوګر د بره کي برک ولسوال محمد رحيم امين د سلواغې په ٥مه پژاوک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو د ميدان وردګو ولايت د سيد اباد ولسوالۍ په تنګي سيمه کې ګمرک جوړ کړى دى.

تنګى د لوګر د بره کي برک او د ميدان وردګو ولايت د سيداباد ولسوالۍ ترمنځ سيمه ده.

د امين په وينا، طالبانو په دې سيمه کې ګمرک جوړ کړى او له هر تېرېدونکي موټر څخه پيسې اخلي.

ولسوال وايي چې هره ورځ له کندهار ولايت څخه پر دې لاره شاوخوا ١٥ لوى  او نور واړه موټر کابل ته ځي او طالبانو ته ګمرکي محصول ورکوي.

ده زياته کړه: (( له غټو موټرو څخه لس زره خو که مبلايل په کې باور وي بيا ترې ١٢ زره افغانۍ   اخلي، خو خلاصه دا چې هر موټر ته ګوري او په هماغه کچه پيسې ترې  اخلي.))

د لوګر د والي وياند سليم صالح هم ياده موضوع تاييد کړه او ويې ويل چې يوه مياشت وړاندې طالبانو دغه ګمرک د بره کي برک ولسوالۍ په جوګي سيمه کې جوړ کړى وو.

هغه وايي: (( کله چې امنيتي ځواکونه پرې خبر شول سيمې ته ورغلل او طالبان يې له دې سيمې څخه په شاه کړل.))

د اړوندې موضوع په اړه د ميدان وردګو د والي وياند عبدالرحمن منګل هم پژواک ته وويل چې د سيداباد ولسوالۍ په تنګي سيمه کې طالبانو ګمرک جوړ کړى دى.

ده وويل: (( د تنګي سيمه يو څه نا امنه ده، خو د طالبانو د دې ګمرک په اړه تر اوسه چا موږ ته رسمي شکايت نه دى کړى.))

د منګل په وينا، د ميدان وردګو او لوګر ولايتونو چارواکي پلان لري چې ډير ژر  په دغه سيمه کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې عمليات وکړي.  

پژواک د ياد شوي ګمرک د محصول پاڼې يوه کاپي هم تر لاسه کړې ده.

د دې پاڼې په سر کې ليکل شوي د افغانستان اسلامي امارت د سرحداتو رياست.

په دې پاڼه کې د موټر نوعيت، د پيسو مقدار، تاريخ او د پرله پسې شمېرې ترڅنګ د موبايل يو شمېره هم ليکل شوې ترڅو د اړتيا پرمهال ورسره اړيکه ونيول شي.

خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې طالبان د افغانستان په هيڅ کې سيمه کې ګمرک نه لري.

هغه وايي چې د يادو کسانو په اړه  به طالبان جدي څېړنې وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه