کندهار (پژواک، ٧ سلواغه ٩٥): د کندهار د سپین بولدک او ښورواک ولسوالیو تر منځ ډیورنډ کرښې ته څېرمه د سرو څاهانو په سیمه کې د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستاني پوځیانو تر منځ جګړه شوې ده.
د کندهار د امنیې قوماندانې ویاند ضیا دراني د سلواغې په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، نښته نن غرمه یوه نیمه بجه پیل او تر دوه نیمو بجو یې دوام درلود.
ده زیاته کړه ، جګړه له هغه وروسته وشوه چې دوه تنه پر موټر سایکل سپاره وسله وال له ډیورنډ کرښې دې غاړې ته را اوښتل.
د ده په خبره، دغه دوه تنه پر مخابره له پاکستانیو ځواکونو سره په اړیکه کې وو او هغوی ته یې ویل چې دوی همدا اوس له کرښې د افغانستان خاورې ته واوښتل.
درانى وايي، افغان ځواکونو د دغو دوو تنو خبرې د کشفي مخابرو له لوري اورېدلې وې او پر هغو یې د درېدو غږ کړی، خو د دې پر ځای چې دغه وسله وال کسان ودرېږي د کرښې له هغې غاړې څخه پاکستاني سرتېرو د لرې ویشتونکو وسلو په وسیله برید پیل کړ او وسله والو ته یې موقع برابره کړه چې وتښتي او له کرښې بیرته واوړي.
د ده په خبره، افغان ځواکونو هم ځوابي جګړه پیل کړه چې پوره یو ساعت یې دوام درلود.
دراني وویل، د جګړې په پایله کې یو افغان سرحدي سرتېری وژل شوی او بل ټپي شوی دی، خو پاکستاني لوري ته هم مرګ ژوبله اوښتې چې لا یې کره شمېره معلومه نه ده.
د امنيه قوماندانۍ وياند وايي، اوسمهال جګړه پای ته رسېدلې ؛ خو افغان ځواکونه د تیارسئ په حال کې دي.
د یادونې ده چې پر ډیورنډ کرښه وخت په وخت د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښتې کېږي. د کندهار امنیتي چارواکو په وار وار تور لګولی چې وسله وال کسان د پاکستاني ځواکونو په مرسته له کرښې را اوړي او دغلته تر ورانکارۍ وروسته بیرته له کرښې اوړي.
login or register a new account.