خوست ښار (پژواک، ٩ سلواغه ٩٥): د خوست يو شمېر مدني فعالان، د ولايتي شورا ځينې غړي او دولتي مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د جوړېدونکي نړيوال ملکي هوايي ډګر چارې غيرمعياري او په ټيټ کيفيت سره ترسره کېږي.
د هوايي ډګر د پروژې لګښت
د خوست د نړيوال ملکي هوايي ډګر د جوړېدو کارونه د ۲۰۱۶ زېږديز کال د اپرېل په مياشت کې له دوه کلن ځنډ وروسته د بيا ځل لپاره پيل شوي، چې اوسمهال يې شاوخوا ۹۷ سلنه چارې بشپړې شوې دي.
د لومړي پړاو په دغو کارونو کې په ۲۷۰۰ متره اوږدوالي او ۳۰۰ متره پراخوالي سره ځغاست ليکه او ځينې نورې اړتياوې شاملې دي، چې د ترانسپورټ وزارت له لوري په ټوليز ډول ۸،۵ ميليونه ډالر لګښت پرې راځي.
د ولايتي شورا د غړو څرګندونې
د خوست د ولايتي شورا رييس مجيب الرحمن سالم زوی ځدراڼ وايي چې د هوايي ډګر د جوړېدو له چارو څخه يې د څارنې پرمهال د انجنيرانو په مرسته په ۱۲ مواردو کې ستونزې په ګوته کړې دي.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، پر ځغاست ليکې د قير په اچولو کې کيفيت ته پوره پاملرنه نه ده شوې او دغه راز په ځينو نورو برخو کې د نيمګړتياوو ترڅنګ له هوايي ډګر څخه د اوبو ايستلو وياله هم په ټيټ کيفيت جوړه شوې ده.
سالم زوی ځدراڼ زياته:((په دې اړه مو کابل ته په مکتوبي ډول شکايت لېږلی او د يوه فني او مسلکي پلاوي رالېږلو غوښتنه مو کړې ده، خو د ترانسپورټ وزارت تر اوسه هيڅ ډول ځواب نه دی راکړی.))
ده همدارنګه وويل چې د خوست له والي حکم خان حبيبي سره يې هم پرې خبرې کړې او د هوايي ډګر د جوړېدو له چارو څخه يې د جدي نظارت په اړه کلکه ژمنه ورسره کړې ده.
د خوست د ولايتي شورا بل غړی محمد قديم افغان بيا له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې ادعا وکړه چې د پروژې کيفيت د فساد له امله خراب شوی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن