خوست ښار (پژواک، ٩ سلواغه ٩٥): د خوست يو شمېر مدني فعالان، د ولايتي شورا ځينې غړي او دولتي مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د جوړېدونکي نړيوال ملکي هوايي ډګر چارې غيرمعياري او په ټيټ کيفيت سره ترسره کېږي.
د هوايي ډګر د پروژې لګښت
د خوست د نړيوال ملکي هوايي ډګر د جوړېدو کارونه د ۲۰۱۶ زېږديز کال د اپرېل په مياشت کې له دوه کلن ځنډ وروسته د بيا ځل لپاره پيل شوي، چې اوسمهال يې شاوخوا ۹۷ سلنه چارې بشپړې شوې دي.
د لومړي پړاو په دغو کارونو کې په ۲۷۰۰ متره اوږدوالي او ۳۰۰ متره پراخوالي سره ځغاست ليکه او ځينې نورې اړتياوې شاملې دي، چې د ترانسپورټ وزارت له لوري په ټوليز ډول ۸،۵ ميليونه ډالر لګښت پرې راځي.
د ولايتي شورا د غړو څرګندونې
د خوست د ولايتي شورا رييس مجيب الرحمن سالم زوی ځدراڼ وايي چې د هوايي ډګر د جوړېدو له چارو څخه يې د څارنې پرمهال د انجنيرانو په مرسته په ۱۲ مواردو کې ستونزې په ګوته کړې دي.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، پر ځغاست ليکې د قير په اچولو کې کيفيت ته پوره پاملرنه نه ده شوې او دغه راز په ځينو نورو برخو کې د نيمګړتياوو ترڅنګ له هوايي ډګر څخه د اوبو ايستلو وياله هم په ټيټ کيفيت جوړه شوې ده.
سالم زوی ځدراڼ زياته:((په دې اړه مو کابل ته په مکتوبي ډول شکايت لېږلی او د يوه فني او مسلکي پلاوي رالېږلو غوښتنه مو کړې ده، خو د ترانسپورټ وزارت تر اوسه هيڅ ډول ځواب نه دی راکړی.))
ده همدارنګه وويل چې د خوست له والي حکم خان حبيبي سره يې هم پرې خبرې کړې او د هوايي ډګر د جوړېدو له چارو څخه يې د جدي نظارت په اړه کلکه ژمنه ورسره کړې ده.
د خوست د ولايتي شورا بل غړی محمد قديم افغان بيا له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې ادعا وکړه چې د پروژې کيفيت د فساد له امله خراب شوی دی.
هغه وويل چې د ترانسپورټ وزارت له لوري د خوست د فوايد عامې رييس انجنير مامورشاه ددې پروژې د څارنې لپاره د ۹۰ زره افغانيو امتيازي معاش په بدل کې په دنده ګومارل شوی و.
قديم افغان زياته کړه: ((د انجنير مامورشاه دنده دا وه چې د پروژې د کيفيت په اړه وزارت ته معلومات ورکړي او بيا ساختماني شرکت ته پيسې حواله کړي، خو کله چې انجنير مامورشاه د پروژې نيمګړتياوې وزارت ته راپور کړې،د يو شمېر کسانو د فشارونو له امله يې استعفا ورکړه.))
نوموړي وويل چې له انجنير مامورشاه وروسته د دې ولايت د اقتصاد رييس انجنيرحميدشاه پر ياده دنده وګومارل شو، خو لکه څنګه چې لازمه ده، هغسې څارنه ترې نه ده شوې.
له پروژې څخه د څارنې مسوولين
د خوست د فوايدعامې رييس انجنيرمامورشاه ومنله چې د پروژې د کيفيت څارنې مسووليت يې درلود؛ خو له نورو جزئياتو پرته يې وويل چې د خپلو بوختياوو له امله يې له دغې دندې استعفا کړې او منظوره شوې هم ده.
په ورته وخت کې د خوست د اقتصاد رييس انجنير حميدشاه له پژواک اژانس سره په خبرو کې ومنله چې هوايي ډګر د کيفيت له پلوه ځينې ستونزې لري، خو دومره نه لکه څه ډول يې چې په اړه ادعاوې کېږي.
د هغه په وينا، هوايي ډګر په ځينو برخو کې يو شمېر نيمګړتياوې لري او د هواري وړ هم دي، خو ساختماني شرکت د خپلې بوديجې د کمښت له امله د تېښتې هڅه کوي.
انجنيرحميدشاه زياته کړه:((ساختماني شرکت له وزارت څخه خپلې ټولې پيسې ترلاسه کړې دي، خو له دوی سره اوس پيسې کمې دي او کار زيات پاتې دی، نو ځکه غواړي وتښتي او کار نيمګړی پرېږدي.))
دغه راز نوموړي وويل،په يو شمېر برخو کې د کار کيفيت له دې کبله خراب دی چې په جغل کې خاوره ډېر ده، په داسې حال کې چې جغل بايد خاوره ونه لري.
د هوايي ډګر ساختماني شرکت
په همدې حال کې د فيض ساختماني شرکت اجرائيوي مشرانجنيرجميل حميدي له پژواک اژانس سره يادې خبرې تشې ادعاوې وبللې او ويې ويل چې د هوايي ډګر پروژه د کيفيت له پلوه هېڅ ستونزه نه لري.
هغه زياته کړه:((ځينو کسانو د پروژې کيفيت ښه نه باله، بيا مو ورته د لابراتوار په وسيله د موادو ټېسټونه وکړل او هيڅ ستونزه په کې نه وه. هيڅوک دې اندېښنه نه کوي، ځکه د يو کال لپاره دا پروژه ضمانت لري او موږ يې د هر ډول تخنيکي ستونزې مسوول يو.))
حميدي وايي، ځينې کسان په لوی لاس په دغه پروژه کې لاسوهنه او سياسي کول يې غواړي او پرته له دې چې دکيفيت په اړه يې کوم ثبوت ولري، د جوړونې د چارو په مخ کې خنډونه رامنځته کوي.
انجنير جميل د هوايي ډګر په دې پروژه کې د فساد خبره رد کړه او ويې ويل چې نه تراوسه چا ورڅخه پيسې اخيستې دي او نه هم دې ته تيار دي، چې د پروژې د تطبيق په مخ کې د خنډونو له منځه وړلو لپاره چا ته رشوت ورکړي.
نوموړي وويل چې د هوايي ډګر د رنوې، ويالو، پارکېنګ او ځينو نورو برخو په جوړېدو سره د هوايي ډګر د لومړي پړاو کارونه بشپړ شوي او ښايي نږدې راتلونکي کې د الوتنو لپاره چمتو شي.
پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د خوست د ولايت مقام نظر واخلي، خو هغوى سره اړيکه ونه نيول شوه.
خوست کې د هوايي ډګر اړتيا
ددې ولايت يو مدني فعال سيدمرجان له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې که د جوړېدونکي هوايي ډګر چارې معياري او په ښه کيفيت سره ترسره شي، د خوستوالو مسافرو لپاره حياتي ارزښت لري.
هغه له مرکزي ادارې وغوښتل چې د يادې پروژې نيمګړتياوو ته جدي پاملرنه وکړي، څو د مسافرو دغه هيله پوره شي، چې په خپل ولايت کې يې د هوايي ډګر درلودو په اړه لري.
هغه زياته کړه: ((هره ورځ سلګونه مسافر کابل او بيا په موټرو کې ستړي ستومانه خوست ته راځي.که هوايي ډګر پرانېستل شي، نه يوازې د مسافرو ستونزې به هوارې شي، بلکې د سوداګرۍ په پراختيا کې هم مرسته کوي.))
د اټکل له مخې ښايي له نورې نړۍ پرته يوازې په متحده عربي اماراتو کې د خوست تر ۱۰۰ زره ډېر مسافر وي او دا يې ستره هيله ده چې د هوايي ډګر په جوړېدو سره نېغ په نېغه له هغه هېواده خپل ولايت ته الوتنې ولري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










