Language

د کندهار نوى څارنوال: د قانون پلي کېدل لومړی له خپلې ادارې پيلوم

کندهار (پژواک، ٩ سلواغه ٩٥): د کندهار  د استېناف نوی ټاکل شوی څارنوال وايي چې د خلکو په مرسته به په چارو کې اصلاحات راولي او د قانون پلي کېدل به لومړى له خپلې ادارې پيلوي.

د کندهار د استېناف څارنوالۍ نوي ټاکل شوي رييس عبدالرحمن کوشان دغه څرګندونې د سلواغې په ٩مه، د هغه د معرفي په اړه په جوړه شوې غونډه کې وکړې.

په دې غونډه کې د ولايت مقام مالي او اداري رييس عبدالحنان منيب، د ملي امنيت رييس تورنجنرال قدر محمد خان قدر، د ولايتي شورا مشر حاجي سيد جان خاکرېزوال، مدافع وکيلانو، قومي مشرانو، مدني فعالانو او د يو شمېر ادارو مسوولينو ګډون کړی وو.

د استېناف څارنوالۍ نوي ټاکل شوي څارنوال عبد الرحمان کوشان وويل، تر هر څه وړاندې به د قانون پلي کېدل له خپلې ادارې پيلوي.

هغه زياته کړه، د قانون په چوکاټ کې به د خلکو په مرسته د اړوندې ادارې په چارو کې اصلاحات راولي او د فساد مخنيوی به کوي.

د ولايت مقام مالي او اداري رييس عبدالحنان منيب وويل، قضا او څارنوالي ډېر مهم ارګانونه دي چې بايد د خلکو ستونزو ته ځان ورسوي او غږ يې واوري.

هغه په دې برخه کې د ولايتي ادارې له خوا د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د کندهار د ولايتي شورا رييس حاجي سيد جان خاکرېزوال وويل، نوی ټاکل شوی څارنوال دې هڅه وکړي چې پر وخت د خلکو ستونزې وڅېړي او په دې برخه کې خپل خدمات پراخ کړي.

د ملي امنيت رييس تورنجنرال قدر محمد قدر وويل، په کشفي برخه کې له اړوندو ادارو سره مرسته کوي، ځکه د دوی بنسټيزه موخه د خلکو د ځان او مال ساتنه ده.

قومي مشر څارنوال محمد عيسی خان وويل، په اداري چارو کې تر ټولو مهم اصل همغږي ده چې اوسمهال يې د نشتوالي له امله ګڼې ستونزې راټوکېدلې دي.

نوموړي له نوي ګومارل شوو مسوولينو وغوښتل چې په خپله هم قانون ته پابند ووسي او دغه راز د قانون په چوکاټ کې د خلکو ستونزې او شکايتونه وڅېړي او د حل لار ورته پيدا کړي.

په دې غونډه کې د ملي امنيت رياست اړوند د داخلي او بهرنيو جرمونو پر وړاندې د مبارزې نوی ټاکل شوی رييس خاتم ګل هم اړوندو مسوولينو ته ور وپېژندل شو.

login or register a new account.

Related Topics