کندهار (پژواک، ١٣ سلواغه ٩٥): د کندهار د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د ماشومانو د ګوزڼ لومړۍ پېښه ثبت شوې ده.
دا په روان ۲۰۱۷ زېږديز کال کې د هېواد په کچه لومړۍ پېښه ده چې په دې ولایت کې ثبتېږي.
د کندهار د عامې روغتیا ریاست اړوند د واکسیناسیون د څانګې مسوول حاجي نظر محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پېښه د کندهار ښار اړوند د نهمې ناحیې د لويې ویالې په سیمه کې شوې ده.
هغه زیاته کړه، د پولیو یا ګوزڼ په ناروغي اخته شوې یوه وړه نجلۍ ده چې ۱۱ میاشتې عمر لري.
په کندهار ښار کې دغه ماشومه په داسې حال کې د ګوزڼ په ناروغي اخته کېږي، چې د ټول هېواد په نږدې او لرې پرتو سیمو کې وخت په وخت د ماشومانو د ګوزڼ پر وړاندې د واکسیناسیون کمپاین پلی کېږي.
د واکسیناسیون د څانګې دا مسوول وايي، دغه پېښه د والدینو د غفلت له امله رامنځته شوې، ځکه ډېر مهال د کورنۍ مشران خپلو ماشومانو ته د واکسین په ورکولو کې جدي نه دي.
خو د دې تر څنګ په دې ولایت کې د پولیو د پېښو نور لاملونه هم شته چې د واکسیناسیون د رضاکارانو غفلت هم په کې شامل دی، چې له همدې امله په ټولو سیمو کې د واکسین ورکولو څرنګوالی یو شان نه وي.
دغه راز له پاکستان سره ګډه پوله او د دواړو هېوادونو تر منځ پراخ تګ راتګ هم د پولیو د مثبتو پېښو یو لامل دی.
حاجي نظر محمد وویل، د دې لپاره چې د پولیو نورې پېښې تکرار نه شي، په هغو سیمو کې چې دغه خطر ډېر دی، هڅه کوي بیا بیا د واکسیناسیون کمپاین پلی کړي.
دغه راز ده یادونه وکړه چې د پاکستان او افغانستان تر منځ د سپین بولدک په ولسوالۍ کې يې هم د واکسيناسیون ډلې په دندو ګومارلي، څو د هغو کورنیو ماشومانو ته واکسین ورکړي چې د دواړو هېوادونو تر منځ تګ راتګ کوي.
د یادونې ده چې تېر کال د ټول هېواد په کچه د پولیو ۱۳ پېښې ثبت شوې وې، چې له دې جملې دوه پېښې، یوه د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ او بله پېښه د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې وې.
په کندهار کې د هېواد په کچه د پولیو لومړۍ پېښه داسې مهال ثبتېږي، چې په دې ولایت کې د دغې ناروغۍ پر ضد د واکسيناسیون کمپاین پیل شوی او نن یې درېیمه او وروستۍ ورځ ده.
login or register a new account.