کندهار (پژواک، ٣ کب ٩٥): د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د دوستۍ دروازې د پرانېستلو پر سر د افغان او پاکستاني سرحدي چارواکو تر منځ خبرې شوي، خو بې پایلې پای ته رسېدلې دي.
د سپین بولدک- چمن لار، نن په پنځمه ورځ هم د هر راز ترافیکو او خلکو پر مخ تړلې ده.
پاکستان دا او د تورخم لار پنځه ورځې مخکې د هغو ځانمرګو بریدونو او چاودنو په غبرګون کې تړلي، چې د دغه هېواد په سند ایالت او لاهور ښار کې وشوې.
هغوی ادعا کوي چې د دغو بریدونو تر شا په افغانستان کې د پټو شويو پاکستانیو طالبانو د ډلې (جماعت الاحرار) لاس دی.
د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو کمیسار محمد علي داوري پژواک خبري اژانس ته وویل، چې نن یې د لارې د پرانېستلو لپاره د پاکستان د سرحدي ځواک له چارواکو سره خبرې کړې دي.
هغه زیاته کړه، په دې لیدنه کې یې له پاکستاني لوري د خلکو او سوداګرو ستونزې شریکې کړي، چې د لارې د بندېدو له امله ورسره مخامخ دي.
دی وايي، که څه هم پاکستاني لوري د لارې د ژر خلاصېدو ژمنه کړې، خو داوري وايي، د دوی په دغه راز خبرو باور نه شي کېدای، ځکه هغوی په وار وار ورته ژمنې کړي، خو عملي کړې یې نه دي.
د ده په خبره، پاکستاني لوري ورته ویلي چې د لارې د تړلو امر د دغه هېواد له پلازمېنې اسلام اباده شوی او دوی به د لارې د بندېدو له امله خلکو ته ور پېښې ستونزې له هغوی سره شریکې کړي.
داوري زیاتوي، هڅه کوي یاده شوې لار ژر پرانیستل شي او په دې برخه کې خپل کوښښونه روان ساتي.
دی وايي، دا سمه ده چې د لارې د بندېدو له امله تر ټولو ډېر زیان عامو افغانانو او سوداګرو ته اوړي، خو د مقابل لوري سوداګرو ته یې هم زیان اوړي.
ده وویل، هره ورځ له ۸ تر ۱۲زره هغه کسان پر دې لار تګ راتګ کوي چې کورونه یې د کرښې په هغې غاړې چمن کې دي او کاروبار د کرښې په دې غاړه د سپین بولدک په وېش بازار کې کوي.
دی وايي، د دې تر څنګ هغه افغانان چې د درملنې لپاره پاکستان ته ځي، هم له سختو ستونزو سره مخامخ دي.
login or register a new account.