کندهار (پژواک، ٥ کب ٩٥): د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو په خلاف په پیل شوو عملیاتو کې ۱۸ وسله وال وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.
دغه عملیات د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو له خوا له نورو امنیتي ځواکونو سره په ګډه د (اتل ۴۷) په نوم پیل شوي چې د چارواکو په وینا، موخه یې په پسرلي کې د وسله والو مخالفینو د فعالیتونو مخنیوی دی.
د اتل قول اردو د درېیمې لوا قوماندان ډګروال امین جلالزي پژواک خبري اژانس ته وویل، امنیتي ځواکونو تېره شپه د میوند ولسوالۍ د چینو په سیمه کې پراخ عملیات کړي چې پر مهال یې ۱۸ وسله وال وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.
هغه زیاته کړه، په دغو عملیاتو کې د وسله والو مخالفینو څو پټنځایونه ویجاړ او له هغوی یوه اندازه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.
د ده په خبره، په عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
دی وايي، دغه عملیات د پسرلي په موسم کې د وسله والو مخالفینو د فعالیتونو د مخنیوي په موخه پلان شوي چې تر راتلونکو څو ورځو به دوام ولري.
ميوند ولسوالي د کندهار ښار په ٧٠ کيلومترۍ کې د هرات- کندهار پر لويه لاره پرته ده چې د هلمند له نا ارام ولایت سره پوله لري.
چارواکي وايي، وسله وال غواړي خپل فعالیتونه له هلمند څخه د دې ولسوالۍ له لارې کندهار ته هم وغځوي چې دوی یې د مخنیوي لپاره لاس په کار شوي دي.
وسله والو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن