کندهار (پژواک، ١٤ کب ٩٥): د کندهار په ژیړۍ ولسوالۍ کې دوه پروژې پرانیستل شوې او د بلې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
لومړۍ پروژه د ژیړۍ ولسوالۍ د ودانۍ وه چې په دې وروستیو کې يې د جوړولو چارې بشپړې شوې وې او نن د کب په ۱۴مه پرانیستل شوه.
د دغې ودانې د پرانیستې په مراسمو کې د کندهار ولایت سرپرست عبد الحنان منیب، یو شمېر رییسانو، ولسوال او قومي مشرانو ګډون کړی و.
عبدالحنان منیب پژواک خبري اژانس ته وویل، د ژیړۍ ولسوالۍ د اداري چارو لپاره ودانۍ پر ۵ جریبه ځمکه د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې ده.
هغه زیاته کړه، ودانۍ په عصري بڼه جوړه شوې چې د اړتیا وړ ټول ملحقات لري.
د ده په خبره، تر دې وړاندې د ودانۍ د نشتوالي له امله مامورین او خلک د اداري چارو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ وو چې اوسه دغه ستونزه حل شوه.
منیب یادونه وکړه، یاده شوې ودانې د کندهار د والي ډاکټر محمد همایون عزیزي د هغو هڅو په پایله کې جوړه شوې، چې غوښتل یې حکومتولي پیاوړې او خدمات پراخ شي.
دغه راز د دې ولسوالۍ د پاشمول کانال د بیارغونې چارې هم بشپړې شوې او پرانیستل شوه.
د دغه کانال پر بیارغونه ۱۳،۷ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې ۱۹ کیلومتره اوږدوالی لري.
د دغه کانال د بیارغولو په چارو کې د اوبو کنټرولوونکې دروازې، استنادي دېوالونه، یو شمېر پولګوټي او نور شامل و.
د کندهار ولایت سرپرست وویل، دغه بیارغول شوی کانال د ۱۱۶۴ هکتاره ځمکې د خړوبولو وړتیا لري چې څه له پاسه ۳ زره کورنۍ به ورڅخه ګټه اخلي.
بل خوا، نن په همدې ولسوالۍ کې د یوه ۳۰ بستریز روغتون د بنسټ ډبره هم کېښودل شوه، چې له ډېرې مودې راهیسې یې د ولسوالۍ اوسېدونکو غوښتنه کوله.
login or register a new account.