ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زړو بانکنوټونو په راکړه ورکړه کې خلک له ستونزو سره مخ کړي

زړو بانکنوټونو په راکړه ورکړه کې خلک له ستونزو سره مخ کړي

author avatar
5 Apr 2017 - 14:34
زړو بانکنوټونو په راکړه ورکړه کې خلک له ستونزو سره مخ کړي
author avatar
5 Apr 2017 - 14:34

کابل (پژواک، ١٦ ورى ٩٦): د کاغذي پيسو ساتلو ته نه پاملرنه او ناسمه کارونه، نغدي معاملې او په بازارونو کې د پيسو فزيکي کارېدنه د دې لامل شوې چې د افغانستان مرکزي بانک په منځني ډول هر کال له څلور تر پنځه ميليارده افغانيو ورستې شوې پيسې وسوځوي.

د مرکزي بانک د اطلاعاتو له مخې، ١٥ کاله وړاندې د افغانستان په بازارونو کې ١٨ ميليارده افغانۍ کښته پورته کېدې، خو په وروستيو کلونو کې د افغانيو پر وړاندې د خلکو باور زيات شوى او اوسمهال په بازارونو کې دغه شمېره ٢١٣ ميليارده افغانيو ته رسېږي.

د کابل ښار د يوه رستورانت مشر محمد صديق وايي چې پيسې پانګه ده، خو اوسنۍ پيسې هېڅ کيفيت نه لري، پخوانۍ پيسې ښې وې، هر څومره به چې وکارول شوې او په لاسونو کې کښته پورته کېدې، نه زړېدې، اوسنۍ پسې چې يو ځل په لاس کې ولوبول شي، بيا زړې وي.

نوموړي وويل چې پيسې بايد په جيبي بکس کې وساتل شي؛ ځکه چې دا د خلکو تر منځ يوه ننګونه ده، ګڼ پېرېدونکي د زړو پيسو له اخيستلو ډډه کوي.

خو د کابل ښار اوسېدونکې شکريه چې ښار ته د توکو اخيستلو لپاره راغلې وه، وويل: ((د افغانيو معنوي ارزښت ډېر اوچت دى؛ ځکه چې زموږ وطن دى او زموږ د وطن نوم پرې ليکل شوى دى.))

هغه چې د پيسو د ساتنې لپاره د جيبي بکس اخيستلو وړانديز کوي، وايي چې ګڼ شمېر خلک افغانۍ په سم ډول نه ساتي، ترې نمجنې او رنګ کېږي، د ساتنې لپاره يې بايد له جيبي بکسه کار واخلي.

سره له دې چې پيسې ملي هويت ګڼل کېږي او ساتنه يې هم ټولنيز رسالت دى، خو په افغانستان کې له يوې خوا بانکنوټونه لوړ کيفيت نه لري او له بلې خوا ځيني خلک هم د هغو په ساتنه کې بې غوري کوي.

د افغانۍ بانکنوټونه ولې ژر زړېږي

د کابل ښار يوه صراف نجيب الله وويل چې د افغانۍ بانکنوټونو د کاغذ ټيټ کيفيت د دې لامل شوى چې دا پيسې له وخت وړاندې زړې شي، خلک هم د افغانۍ بانکنوټونو ساتنې ته پاملرنه نه کوي، خو ډالر ډېر ښه ساتي.

هغه زياته کړه چې خلک بايد افغانۍ هم سمې وساتي، دولت هم بايد په ټاکل شوي وخت زړې پيسې راټولې کړي او په بدل کې يې نوي بانکنوټونه په لوړ او ښه کيفيت سره چاپ کړي.

د کابل ښار يوه بل صراف حفيظ الله مياخېل پژواک ته وويل:((د افغانۍ بانکنوټونه زموږ ملي پانګه او هويت دى، ساتنې ته يې بايد جدي پاملرنه وکړو.))

د نا مناسبو او سولېدلو پانکنوټونو بدلول

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.