کابل (پژواک، ١٦ ورى ٩٦): د کاغذي پيسو ساتلو ته نه پاملرنه او ناسمه کارونه، نغدي معاملې او په بازارونو کې د پيسو فزيکي کارېدنه د دې لامل شوې چې د افغانستان مرکزي بانک په منځني ډول هر کال له څلور تر پنځه ميليارده افغانيو ورستې شوې پيسې وسوځوي.
د مرکزي بانک د اطلاعاتو له مخې، ١٥ کاله وړاندې د افغانستان په بازارونو کې ١٨ ميليارده افغانۍ کښته پورته کېدې، خو په وروستيو کلونو کې د افغانيو پر وړاندې د خلکو باور زيات شوى او اوسمهال په بازارونو کې دغه شمېره ٢١٣ ميليارده افغانيو ته رسېږي.
د کابل ښار د يوه رستورانت مشر محمد صديق وايي چې پيسې پانګه ده، خو اوسنۍ پيسې هېڅ کيفيت نه لري، پخوانۍ پيسې ښې وې، هر څومره به چې وکارول شوې او په لاسونو کې کښته پورته کېدې، نه زړېدې، اوسنۍ پسې چې يو ځل په لاس کې ولوبول شي، بيا زړې وي.
نوموړي وويل چې پيسې بايد په جيبي بکس کې وساتل شي؛ ځکه چې دا د خلکو تر منځ يوه ننګونه ده، ګڼ پېرېدونکي د زړو پيسو له اخيستلو ډډه کوي.
خو د کابل ښار اوسېدونکې شکريه چې ښار ته د توکو اخيستلو لپاره راغلې وه، وويل: ((د افغانيو معنوي ارزښت ډېر اوچت دى؛ ځکه چې زموږ وطن دى او زموږ د وطن نوم پرې ليکل شوى دى.))
هغه چې د پيسو د ساتنې لپاره د جيبي بکس اخيستلو وړانديز کوي، وايي چې ګڼ شمېر خلک افغانۍ په سم ډول نه ساتي، ترې نمجنې او رنګ کېږي، د ساتنې لپاره يې بايد له جيبي بکسه کار واخلي.
سره له دې چې پيسې ملي هويت ګڼل کېږي او ساتنه يې هم ټولنيز رسالت دى، خو په افغانستان کې له يوې خوا بانکنوټونه لوړ کيفيت نه لري او له بلې خوا ځيني خلک هم د هغو په ساتنه کې بې غوري کوي.
د افغانۍ بانکنوټونه ولې ژر زړېږي
د کابل ښار يوه صراف نجيب الله وويل چې د افغانۍ بانکنوټونو د کاغذ ټيټ کيفيت د دې لامل شوى چې دا پيسې له وخت وړاندې زړې شي، خلک هم د افغانۍ بانکنوټونو ساتنې ته پاملرنه نه کوي، خو ډالر ډېر ښه ساتي.
هغه زياته کړه چې خلک بايد افغانۍ هم سمې وساتي، دولت هم بايد په ټاکل شوي وخت زړې پيسې راټولې کړي او په بدل کې يې نوي بانکنوټونه په لوړ او ښه کيفيت سره چاپ کړي.
د کابل ښار يوه بل صراف حفيظ الله مياخېل پژواک ته وويل:((د افغانۍ بانکنوټونه زموږ ملي پانګه او هويت دى، ساتنې ته يې بايد جدي پاملرنه وکړو.))
د نا مناسبو او سولېدلو پانکنوټونو بدلول
هغه بانکنوټونه چې د ډېرې کارونې او راکړې ورکړې له امله سولېدلې او يا پرې پيکه کرښې راغلې دي، په زماني محدوديت کې نه دي شامل، هر وخت را ټولېدلى شي، د مرکزي بانک او نورو سوداګريزو بانکونو د څانګو له لوري له کوم فيس يا کمېشن پرته بدلېږي.
خو کوم بانکنوټونه چې رنګ يې بدلون کړى، مُهر يې خوړلى او يا هم پرله پسې سوري لري، په مخ يې نقاشي او ليکنه شوې وي، د کيمياوي توکو له امله تخريب شوې او يا هم پرې څه چسپېدلي او مينځل شوې وي، د ١٣٩٦ لمريز کال د زمري مياشتې تر پايه بدلېږي.
د مرکزي بانک د معلوماتو له مخې، د تېر کال د سلواغې له ١٣مې نېټې نه د کب مياشتې تر وروستيو پورې شاوخوا ٢٢٥ميليونه نامناسب بانکنوټونه را ټول شوي دي.
د پيسو د زړښت لاملونه
د اقتصادي چارو کارپوه سيف الدين سيحون باور لري چې د پيسو د بې کيفته کېدو لامل د راکړې ورکړې په اړه د خلکو د پوهاوي نشتوالى، په نغدي ډول د خلکو راکړه ورکړه، د برېښنايي بانکوالۍ د سيستم نه رواجول د پيسو زړېدو لاملونه دي.
هغه وويل، هر وخت چې اقتصاد پرمختګ وکړي، په افغانستان کې برېښنايي بانکوالي سيستم بنسټيز شي، کاغذي پيسې په اوچت کيفيت سره چاپ شي او خلکو ته د بانکنوټونو د ساتنې په برخه کې پوهاوى ورکړل شي، د پيسو د بې وخته زړېدو مخنيوى کېږي.
خو د مرکزي بانک چارواکي د پيسو زړښت يوه عادي چاره بولي او وايي چې پيسې يوه وسيله ده چې د توليد او پاى ته رسېدو نېټه لري، د افغاني کاغذي بانکنوټونو د کارونې منځنۍ موده له څلورو تر پنځو کلونو په پام کې نيول شوې ده.
هغه زياته کړه:((پيسې د يوه هېواد ملي اقتصاد ژبه، ملي سمبول، هويت او کلتور دى، غوره ساتنه يې د عالي کلتور څرګندويه او ورسره بې غوري کول د يوه هېواد د کمزوري فرهنګ څرګندونه کوي.))
خو نوموړي زياته کړه، مرکزي بانک هڅه کوي چې د پيسو د سمې ساتنې په برخه کې د خلکو د پوهاوي لپاره خپل پيغام د رسنيو، ښوونځيو، پوهنتونونو، د سوداګرو صنفي ټولنو، جوماتونو او ... له لارې خلکو ته ورسوي، خو مرکزي بانک يو پاليسي جوړوونکى بنسټ دى، نه شي کولى چې په دې برخه کې د فشار له الې کار واخلي.))
مرکزي بانک او اقتصادي کارپوهان له خلکو غواړي چې د افغانيو د ساتنې په برخه کې اړينه پاملرنه وکړي او له دې لارې د هېواد اقتصاد ته له زيان رسولو مخنيوى وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









