کابل(پژواک،۱۸ ورى۹۶): ولسمشر محمداشرف غنی، تروریزم او د نشه یي توکو قاچاق د سیمې او نړۍ د امنیت، ثبات او پرمختګ لپاره ګواښ وباله او د دغه خطر د دفعه کولو لپاره یې د هېوادونو په ګډه مبارزه ټینګار وکړ.
ولسمشر غني دغه څرګندونې سنګاپور ته تر رسېدو وروسته د ياد هېواد له ولسمشر ډاکټر ټوني ټان کینګ یام سره په اِستانا ماڼۍ کې وکړې .
ټوني ټان کینګ یام سنګاپور ته د غني په سفر خوښي وښوده او دا یې د افغانستان او سنګاپور تر منځ د اړیکو او همکاریو په برخه کې ګټور وباله. هغه زیاته کړه د افغانستان د وضعیت او فرصتونو په اړه به نور معلومات هم ترلاسه کړي.
نوموړي د دواړو هېوادونو تر منځ د دولتي پلاویو د تګ راتګ تداوم د افغانستان او سنګاپور ترمنځ د تجربو او همکاریو د شریکولو لپاره ګټور وباله.
ولسمشر غني د سنګاپور د انکشاف او پرمختګ په اړه خوښي وښوده او د مدیریت او مشرتوب په برخه کې یې د دغه هېواد د خلکو تخنیکي پوهه او تجربه مهمه وبلله.
غنى وویل، سره له دې چې پر افغانستان تحمیل شوي جنګ زموږ ډېر فرصتونه ضایع کړي، خو لا هم افغانستان په بېلابېلو برخو کې د پانګونې ګڼ فرصتونه لري چې د بین المللي شریکانو د تخنیکي پوهې، مهارتونو او تجربو په رڼا کې به ورڅخه ګټه واخلو.
غني، تروریزم او د نشه یي توکو قاچاق د سیمې او نړۍ د امنیت، ثبات او پرمختګ لپاره ګواښ وباله او د دغه خطر د دفعه کولو لپاره یې د هېوادونو په ګډه مبارزه ټینګار وکړ.
ولسمشر وویل، افغانستان له سنګاپور سره د دواړو هېوادونو په ملي ګټو ولاړمناسبات او دوستانه اړیکې غواړي او سنګاپور ته د ننني سفر له موخو څخه یوه هم د همدغو اړیکو پیاوړتیا ده.
د سنګاپور جمهور رئیس وویل، هېواد یې له افغانستان سره د دوستانه اړیکو د لاټينګښت غوښتونکی دی. هغه زیاته کړه، د تروریزم او افراطیت پر ضد د مبارزې ترڅنګ باید د هېوادونو تر منځ اقتصادي او ټولنیزې همکارۍ هم زیاتې شي.
نوموړي وویل، هېواد به یې له افغانستان سره د معارف، ښې حکومتولۍ او د ظرفیتونو لوړولو په برخو کې همکاري وکړي. هغه زیاته کړه، د ستونزو د حل لپاره واحد فورمول نشته اما د دوامدارو او ګډو همکاریو په نتیجه کې موثرې لارې پیدا کېدلی شي.
ولسمشر غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د سنګاپور د جمهور رئیس د همکاریو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې افغانستان او سنګاپور به په راتلونکي کې د همکاریو او نظریاتو د شریکولو لپاره نورې ګډې او مشورتي ناستې هم ولري.
login or register a new account.