Language

هلمند کې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

لښکرګاه (پژواک، ٢٤ ورى ٩٦): د هلمند امنيتي چارواکي وايي چې په ناوې ولسوالۍ کې ١٦ طالبان وژل شوي او ١٤ نور ټپيان دي.

په هلمند کې د څلورمې سرحدي لوا قوماندان سمونوال ظاهر ګل مقبول د وري په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو د ناوې ولسوالۍ د بېرته نيولو په موخه عمليات پيل کړي دي.

هغه وايي چې په دغو عملياتو کې تر اوسه پنځه طالبان په يوه سيمه او کې ١١ په بله سيمه کې وژل شوي دي.

دغه راز د ميوند قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن محمد رسول ځاځي هم ياد عمليات تاييد کړل او ويې ويل چې په دغو عملياتو کې بهرني ځواکونه هم د افغان ځواکونو ملاتړ کوي.

خو ځاځى وايي چې د ناوې ولسوالۍ په عملياتو کې لس طالبان وژل شوي او ١٤ نور ټپيان دي.

هغه دا هم وويل چې د همدې عملياتو په ترڅ کې د ناوې ولسوالۍ دوه کيلومتره ساحه له طالبانو څخه نيول شوې ده.

وسله والو طالبانو د يادو عملياتو په اړه تر اوسه څه نه د ويلي.

خو دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي په خپل ټويټر پاڼه کې ليکلي چې طالبانو تېره شپه د مرکز لښکرګاه په بولان سيمه کې ١٨ امنيتي سرتېري وژلي او نهه نور ټپيان دي.

ناوه د هلمند ولايت تر ټولو امنه ولسوالي وه، خو شاوخوا يو کال وړاندې وسله والو طالبانو ونيوه او تر اوسه يې په کنټرول کې ده.

login or register a new account.