Language

په کندهار کې “افغان زراعتي محصولاتو مارکېټ” پرانیستل شو

کندهار (پژواک، ۲۸ وری ۹۶): په کندهار کې د مېوې، سبزیو یو مجهز او معیاري مارکېټ پرانیستل شو.

د افغان په نوم د زراعتي محصولاتو دغه مارکېټ د کندهار ښار په لوېدیځه څنډه کې د میرویس مېنې په ساحه کې پر ۲۶ زره متره مربع ځمکه جوړ شوی دی.

د مارکېټ د پرانیستې په مراسمو کې د کندهار والي محمد همایون عزيزي، کندهار ښاروال انجنیر روښان ولسمل او یو شمېر دولتي چارواکو او مخورو ګډون کړی و.

د کندهار والي عزيزي د دغه مارکېټ جوړېدل لوی پرمختګ وګاڼه او خوښي یې وښودله چې د کورنیو کرنیزو محصولاتو د معیاري کولو او ترویج لپاره هڅې کېږي.

هغه زیاته کړه، په دې توګه به نه یوازې هېوادني کرنیز محصولات ډېر شي، بلکې ډېرو خلکو ته به کار هم وموندل شي.

کندهار ښاروال انجنیر روښان ولسمل وویل، افغان د کرنیزو محصولاتو مارکېټ د کندهار ښاروالۍ او ملي سوداګر حکمت ښادمن په ګډ مشارکت جوړ شوی چې ۵ میلیونه ډالر لګښت ورباندې راغلی دی.

هغه زیاته کړه، په دغه مارکېټ کې ۴۰۰ دوکانونه، د لیلام لپاره پراخ هنګر، د موټرو تمځای، حمام، جومات او نور تاسیسات په معیاري بڼه جوړ شوي دي.

دی وايي، د مارکېټ ۲۵ سلنه دوکانونه د کندهار ښاروالۍ او ۷۵ سلنه یې د ښادمن شهیر شرکت ونډه ده، خو د قرارداد له مخې له ټاکلې مودې پورې کېدو وروسته به مارکېټ په بشپړه توګه کندهار ښاروالۍ ته سپارل کېږي.

نوموړي وویل، په جوړ شوي مارکېټ کې به هېوادني زراعتي محصولات په معیاري بڼه چمتو کېږي او له همدې ځایه به نړۍ ته صادرېږي.

ښاروال یادونه وکړه چې غواړي د کندهار ښار په ټولو برخو کې په متوازنه توګه پرمختیايي کارونه وکړي چې په دې لړ کې به په میرویس مېنه کې د وچې مېوې مارکېټ او د ښار په شمالي برخه کې هم سوداګریز مارکېټونه جوړوي.

د ده په خبره، مهمه دا ده چې څنګه کولای شي په کندهار کې د غربت او بې کارۍ کچه ټیټه کړای شي.

د عبدالشکور په نوم د تازه مېوې یوه کاروباري پژواک اژانس ته وویل، دغه نوی مارکېټ په ډېر ښه موقعیت (د کندهار- هرات پر لویه لاره) جوړ شوی چې نه یوازې د کندهار له بېلابېلو ولسوالیو بلکې له هلمند، فراه او نورو ولایتونو څخه به هم مېوې او نور کرنیز محصولات ورته راوړل کېږي.

login or register a new account.

Related Topics