کابل - کندوز (پژواک، ٢ غويى ٩٦): امريکايي ځواکونو په کندوز کې د هوايي بريد په ترڅ کې د تخار لپاره د طالبانو د والي د وژلو خبر ورکړى دى.
په کابل کې د امريکايي ځواکونو مطبوعاتي دفتر له خوا د غويي په ٢مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه هوايي بريد پنځه ورځې مخکې د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې ترسره شوى و.
سرچينې زياته کړې، په دغه بريد کې د طالبانو مهم قوماندان قاري طيب چې يو وخت د تخار لپاره د هغوى ټاکل شوى والي هم و، وژل شوى دى.
امريکايي ځواکونو ويلي، دغه هوايي بريد د هغو عملياتو برخه وه چې په کندوز کې د وسله والو طالبانو د له منځه وړو لپاره پيل شوي دي.
دوى زياته کړې، قاري طيب له ٢٠١١ زېږديز کال راهيسې په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو په وژلو کې لاس درلود.
سرچينې ويلي، په دغه هوايي بريد کې د قاري طيب اړوند يو کور په نښه شوى چې په ترڅ کې يې له هغه سره اته نور کسان هم وژل شوي دي.
په کندوز د پوليسو د سپين زر زون قوماندان مل پاسوال شېر عزيز کامه وال پژواک اژانس ته د قاري طيب وژنه تاييد کړه او ويې ويل، له هغه سره ١٥ نور وسله وال هم وژل شوي دي.
هغه زياته کړه، قاري طيب د تخار لپاره د طالبانو والي و.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د دوى وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، امريکايي ځواکونو په دشت ارچي کې د عملياتو پر مهال کيمياوي وسلې کارولې او يو شمېر افغان سرتېري يې مسموم کړي دي.
خو شېر عزيز کامه وال دا ادعا رد کړه.
تېره اوونۍ د بغلان لپاره د وسله والو طالبانو والي هم په يوه بريد کې وژل شوى و.
login or register a new account.